Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

غزني ښار ( پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۴): د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د غزني د بدني روزنې او ورزش رییس بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د فوټسال عمومي فدراسیون له لوري په مرکز غزني ښار کې د ولایت په کچه د ۹ غوره لوبډلو ترمنځ «د خزان جام»  تر عنوان لاندي د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

نوموړي زیاته کړه، د یادو سیالیو موخه د ولایت په کچه د فوتسال سیالیو ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ  تجربو شریکول او اړیکو پياوړي کول دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې یادې سیالۍ د اسلامي ثقافت په جمنازیوم کې پیل شوې چې په وینا یې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي او غوره لوبغاړو ته به ځانګړې ډالۍ هم ورکړل شي.

د یادو سیالیو یوه لوبغاړي محمدامین پژواک ته وویل، خوښ دی چې دغه ولایت کې د فوتسال غوره رسمي سیالۍ پيل شوې.

نوموړي زیاته کړه، یادې سیالي کولای شي چې د فوټسال ورزشکارانو تجربې لوړې کړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځي وړاندي په دغه ولایت کې د والیبال غوره سیالۍ د ولایت په کچه پای ته ورسېدې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.