کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت نن په کابل کې نږدې ۲۰۰ زره کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي چې په نږدې یوه کال کې کشف او ترلاسه شوي وو، وسوځول.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معین شیخ محمدقاسم خالد په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل چې د تېرو حکومتونو پر مهال د نشهيي توکو کښت او قاچاق خپل اوج ته رسېدلی و او افغانستان د نشهيي توکو د قاچاقکوونکو هېوادونو د نوملړ په سر کې ځای درلود.
هغه زیاته کړه چې قاچاقچیان اوس هم هڅه کوي څو په ماهرانه ډول او له بېلابېلو تکتیکونو څخه په استفادې نشهيي توکي قاچاق کړي.
هغه وویل چې له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت په نږدې یوه کال کې نږدې ۲۰۰ زره کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي لکه ښېښه، چرس، ټابلیټ کا، زیکپ، تریاک، هیرویین، بنګ دانې او تېزاب کشف او ترلاسه کړي چې نن سوځول کېږي.
خالد زیاته کړه چې قاچاق وړونکو به د یادو نشهيي توکو د قاچاق لپاره له یوه ولایت څخه بل ولایت او بیا بهرنیو هېوادونو ته له مختلفو لارو چارو کار اخیسته.
هغه څرګنده کړه چې په یاده موده کې ۷۵۰ کسان نیول شوي او محکمې ته ورپېژندل شوي دي.
خالد څرګنده کړه چې یاد توکي له چکپاینټونو او یا د کشفي معلوماتو پر اساس په مرکزي زون کې کشف او ترلاسه شوي دي.
هغه له ځوانانو وغوښتل څو له نشهيي توکو ځان لرې وساتي او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت له یادې پدیدې سره مبارزې ته ژمن دی.
ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم په یاد پروګرام کې وویل چې اسلامي امارت له څلورو کلونو راهیسې د نشهيي توکو پر وړاندې پرېکنده مبارزه پیل کړې ده.
نوموړي څرګنده کړه چې افغانستان پخوا د نشهيي توکو د پروسس او قاچاق مرکز و خو اوس د اسلامي امارت د پرېکنده مبارزې له امله دا موضوع حل شوې ده.
هغه د ملګرو ملتونو نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر د تېرې پنجشنبې د راپور ډېرې برخې وستایلې او و یې ویل، د تېر حکومت پر مهال په افغانستان کې د کوکنارو ۳۰۰ زره کروندې موجودې وې.
قانع زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر د راپور له مخې، اوس په افغانستان کې د کوکنارو شاوخوا ۱۰ زره کروندې شته خو اسلامي امارت دا راپور ردوي؛ ځکه د کوکنارو د له منځه وړلو د پروسې له پیل څخه مخکې د کروندو عکسونه اخیستل شوي وو.
د ملګرو ملتونو له نشهیي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی او د بازار له شاخصونو سره د کوکنارو د کښت دغه چټک کموالی څرګندوي چې په سیمه کې د تریاکو په تولید او قاچاق کې ستر بدلونونه راغلي دي.
قانع زیاته کړه چې دوی داسې راپورونه او اسناد لري چې د نشهيي توکو بېلابېل ډولونه له ځینو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېږي.
قانع وویل چې په هېواد کې د سراسري امنیت له ټینګښت وروسته د اسلامي امارت بله ستره لاستهراوړنه د نشهيي توکو پر ضد مبارزه ده.
د قانع په وینا، هغه نشهيي توکي چې نن سوځول کېږي، نږدې ۲۰۰ زره کیلوګرامه دي او بېلابېل ډولونه لري چې مایع، غیر مایع او عصري ډولونه پکې شامل دي.
هغه زیاته کړه، د نشهيي توکو کښت، قاچاق او فابریکې په افغانستان کې صفر ته رسېدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP