غزنيښار (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): د غزني په خواجهعمري ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر او بڼوال وايي چې د وچکالۍ له امله یې سږ کال له خپلو ځمکو او باغونو ښه حاصلات نه دي ترلاسه کړي او له حکومته غوښتنه کوي څو د ذخیروي بندونو په جوړولو سره د دوی د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي.
اقلیمي بدلون او پر افغانستان یې اغېزې
د ځمکې اقلیمي وضعیت په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دی؛ د ځمکې تودوخه په ځینو سیمو کې د وچکالۍ خو په ځینو کې بیا د سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو لامل کېږي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خورا لږ (۰.۱۹ سلنه) شینکوریز ګازونه خپروي، خو د راپورونو له مخې، د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري. دغه وضعیت د هېواد کرنیز سکټور سخت اغېزمن کړی؛ هغه سکټور چې لا هم نږدې ۸۰ سلنه افغانانو ته د ژوند کولو بنسټیزه سرچینه بلل کېږي. له اقلیمي بدلونونو سره تړلي بېوخته بارانونه او سېلابونه هم د حاصلاتو د له منځه تلو او کمښت لامل کېږي.
غزني کې وچکالۍ ځپلي ګرندوګر
د غزني د خواجهعمري ولسوالۍ د نوبرجک سیمې يوه کروندګر نورالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی د ولسوالۍ اقلیم د مڼو د هغو ونو لپاره چې حاصل یې په مني کې رسېږي، مناسبت دی خو سږ کال یې د وچکالۍ له امله د باغونو حاصلات کم شوي دي.
هغه زیاته کړه، تېر کال یې د مڼو باغ ۸۰۰ منه حاصلات ورکړي وو خو سږ کال ۳۰۰ منه شوي دي.
دی وایي، کوم حاصلات یې چې ترلاسه کړي، هغه هم مرضونو وهلي او بازار نه لري.
د یاد کروندګر په خبره، حکومت او مرستندویه موسسې دې د اوبو برخه کې خپلي همکارۍ وکړي، بندونه دې جوړ کړي، څو په راتلونکي کې بزګران له دې برخې متضرر نه شي.»
د یادې ولسوالۍ د اقاسي سیمي يوه کروندګر ذبیح الله هم پژواک ته وويل، سږ کال یې د وچکالۍ له امله د نورو کښتونو ترڅنګ د مڼو باغونو هم ښه حاصلات نه دي ورکړي.
نوموړي وویل: «د وچکالۍ له امله مو د حاصلاتو کمېدو ترڅنګ د حاصلاتو کیفیت هم خراب شوی، نور کلونه به مې یو من مڼې په ۲۰۰ افغانۍ پلورلې خو سږ کال مې یو من مڼې په ۴۰ افغانۍ وپلورلې.»
د هغه په خبره، د باغونو لپاره اوبه له ټانکرونو اخلي، په دې خاطر چې کال ته یې باغونه وچ نه شي.
ورته مهال، د یادې ولسوالۍ د قلعهنو سیمې یوه کروندګر احمدجاوېد انوري پژواک ته وویل چې د وچکالۍ له امله نه یوازې د باغونو حاصلاتو کې کموالی راغلی، بلکې د نورو کښتونو لکه د غنمو، جوارو، وربشو، لوبیا، نخود، پیازو، کچالو او سبزیجاتو په حاصلاتو کې هم د پام وړ کمښت راغلی دی.
نوموړي زیاته کړه، د دوی د سیمې بزګرانو او بڼوالو چې پخوا به یې له همدې لارې لکونه افغانۍ عواید درلودل، خو سږ کال یې عواید یوازې تر څو زره افغانیو راټیټ شوي دي.
دی هم وایي چې حکومت باید د بزګرانو ستونزو ته رسېدنه وکړي، لوی او واړه بندونه جوړ کړي، بزګرانو ته عامه پوهای ورکړي او د وچکالۍ د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
بلخوا، د کرنې او اقتصادي برخې کارپوهان وايي چې اقلیمي بدلون د افغانستان پر کرنیز سکټور ژورې منفي اغېزې کړې چې له امله یې کرنیز حاصلات کم شوي دي.
څه باید وشي؟
د اقلیمي بدلون یوه کارپوه حسیبالله صمیم پژواک ته وويل، اقلیمي بدلون نه یوازې د غزني خواجهعمري ولسوالي متضرره کړې، بلکې د افغانستان ډېری سیمې یې اغېزمنې کړې دي.
هغه زیاته کړه، که حکومت د غزني په ګډون د هېواد په نورو لرو پرتو سیمو کې د اوبو ذخیروي بندونه جوړ کړي، د اوبو د کمښت ستونزه به یو څه ورسره هواره شي.
ورته مهال، د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم یادې ستونزې مني او وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله په حاصلاتو کې کموالی راغلی دی.
د کروندګرو د ستونزو هواري لپاره د اسلامي امارت هڅې
د غزني د کرنې ریاست ویاند قاري زکریا هوتک پژواک ته وویل، سږ کال په خواجهعمري ولسوالۍ کې د وچکالۍ او د سلطان بند د بیارغونې په موخه اوبه نه وې ذخیره شوې چې له امله یې د یادې ولسوالۍ خلک او بزګران متضرره شوي دي.
هغه زیاته کړه، سږ کال د غزني په مالستان او اجرستان ولسوالیو کې یو شمېر واړه ذخیروي بندونه جوړ شوي او هڅه روانه ده چې د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم دغه ډول بندونه جوړ شي څو د اوبو کچه پورته او د بزګرانو ستونزه هواره شي.
د یادونې ده، د غزني د خواجهعمري ولسوالۍ ۹۹ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د ژوند ټول لګښتونه له همدې لاري برابروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP