Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د جاپان له سفیر سره د فرهنګي میراثونو پر خوندیتوب غږېدلی

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): په کابل کې د جاپان سفیر د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې له دغه وزارت سره په ګډه د افغانستان فرهنګي ميراثونو خوندیتوب ته ژمن دی او دې برخې ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د جاپان سفیر ماساموتو کینیچي د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر شيخ‌ شېراحمد حقاني سره وکتل.

د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې د افغانستان د ثبات لپاره هڅې کوي، بشري مسایل له سياسي موضوعاتو سره نه تړي او د اسلامي امارت له لوري د نشه‌‌يي توکو پر وړاندې مبارزه او د امنيت تامین د ستاينې وړ بولي.

خبرپاڼه کې راغلي، ماساموتو کینیچي د افغانستان د رسنيو پر وضعيت هم خبرې وکړې او له ملي موزيم سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي زیاته کړې، جاپان د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره په ګډه د فرهنګي ميراثونو خوندیتوب برخه کې ژمن دی او دې برخې ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير شيخ‌ شېراحمد حقاني هم ویلي، د جاپان او افغانستان ولسونه تاريخي او ژورې اړيکې لري، له افغان ولس سره د جاپان مرستې صادقانه او له سياسي اهدافو جلا دي او افغانان په دې برخه کې له جاپان سره د اړيکو او همکاريو دوام غواړي.

هغه ویلي، د افغانستان ملي موزيم او د تاريخي اثارو او ابدو خوندیتوب برخه کې د جاپان همکارۍ ډېرې ارزښتناکې دي او په دې برخو کې د همکاریو د لا ډېرېدو هيله لري.

د هغه په خبره، اسلامي امارت د نشه‌‌يي توکو د کښت، سوداګرۍ، قاچاق، استعمال او د معتادينو د درملنې په ټولو برخو کې خپله ژمنتیا ثابته کړې ده، دغه‌راز په هېواد کې رسنۍ د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې بشپړه ازادي لري او د هغو د فعاليتونو لپاره مناسب مسير برابر شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.