Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

انلاین زده‌کړې؛ افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د مهارتونو لوړولو او زده‌کولو نوې لار

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): یو شمېر ښځې او نجونې د ټولنیزو شبکو د بېلابېلو پلټفورمونو له لارې نه یوازې عملي مهارتونه، لکه نقاشي او د تزییني وسایلو اوبدل زده کوي، بلکې ديني او فرهنګي زده‌کړې هم تعقیبوي او له دې لارې د نوښت تجربه کولو ترڅنګ د کورنۍ لپاره د عاید ترلاسه کولو مهارتونه هم زده کوي.

کارپوهان ټینګار کوي چې له انټرنېټ او ټکنالوجۍ سمه استفاده د نننۍ ټولنې یوه حیاتي اړتیا ده. د دوی په باور، له دغو وسایلو سمه ګټه اخیستنه د زده‌کړو، مهارتونو ترلاسه کولو او د کاروبار پراختیا لپاره زمینه برابروي. د ټکنالوجۍ مثبته کارونه هم په دیني علومو او هم په مسلکي او فرهنګي مهارتونو کې ګټوره  ثابتېدای او د ټولنې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې هم مهم رول لوبولای شي.

له یوټیوب څخه د اوبدلو له زده‌کړې د عاید پر سرچینې تر بدلېدو

د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکې نبیلا حیدري چې بېلابېل ډول دستکولونه، سرمېزۍ، سرپتنوسۍ او سرتختۍ اوبي او بازار ته یې وړاندې کوي وایي، دا چې له اوبدلو سره یې ډېره لېوالتیا درلوده، دغه هنر ته یې مخه کړې ده.

هغه چې دا مهال په یوه غیردولتي اداره کې کار کوي وایي، ساده اوبدل یې د ښوونځي له ښوونکې زده کړي وو خو غوښتل یې چې نور ډولونه هم زده کړي، له همدې امله یې د یوټیوب په چینلونو کې د اوبدلو ویډیوګانې تعقیب کړې، تر دې چې اوس یې بېلابېل ډول اوبدل زده کړي دي.

نوموړې زیاتوي: «لومړی مې له ساده اوبدلو پیل وکړ، له کېسې څخه مې پیل کړه، ورو ورو مې نور شیان هم زده کړل، اوس سرمېزۍ، سرپتنوسۍ، سرتختۍ، چاینک اېښوني، بشقاب اېښوني او نور د کور تزییني وسایل اوبم، اوس مې ګوتې عادت شوې، په لږ وخت کې یې جوړوم، خو بشپړلو یې په پېچلتیا پورې اړه لري.»

هغې زیاته کړه: «لکه که یو ساده دستکول وي، سهار یې پیل کړم، ماښام خلاصېږي. هر څومره چې یې اوبدل ساده وي، ژر خلاصېږي، که پېچلی وي، وخت نیسي، اکثر دستکولونه مو پلور لري.»

نوموړې انلاین زده‌کړې د زده‌کړو تر ټولو غوره لار بولي او له نورو ځوانانو، په ځانګړې توګه له نجونو غواړي چې له انټرنېټه په سمه او هدفمنده توګه ګټه واخلي؛ ځکه سمه او ګټوره کارونه یې د فرد او کورنۍ پر اقتصاد مثبت اغېز کوي خو که بې ‌هدفه وکارول شي، یوازې د وخت ضایع کېدو لامل ګرځي.

خو دا یوازې مېرمن حیدري نه ده چې له انټرنېټه یې مثبته استفاده کړې او یو هنر یې زده کړی، بلکې نورې ښځې او نجونې هم شته چې له ټولنیزو پاڼو څخه دیني، تعلیمي، هنري او نورې انلاین زده‌کړې ترلاسه کوي.

د هغو نجونو کیسې چې په انلاین توګه ديني زده‌کړې ترلاسه کوي

د یادونې ده، دیني عالمان د فېسبوک، یوټیوب، واټساپ او ټیلګرام په څېر پاڼو او ګروپونو کې خلکو ته دیني موضوعات ور زده کوي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې ساره وهاب‌زاده چې څو واټسپ او ټيلګرام ګروپونه تعقیبوي وویل: «یو له هغو دیني ګروپونو چې زه یې تعقیبوم، په عبدالصمد قاضي‌زاده پورې اړه لري، هغه یو له هغو دیني عالمانو دی چې د مهمو دیني موضوعاتو په اړه خبرې کوي، ما ترې د اسلام پّ مبارک دین پورې تړلي ډېرې مسایل زده کړي او لا یې هم زده کوم.»

ساره وایي، اوس د زده‌کړې لپاره ډېرې اسانې لارې شته او ځوانان باید له دې اسانتیاوو مثبته استفاده وکړي.

هغه چې په یوه بل تعلیمي ګروپ کې د عربي ژبې په زده‌کړه بوخته ده وایي، انټرنېټ او د یوټیوب چینلونه د زده‌کړو لپاره ښه او ارزانه وسیله ده.

دغه‌راز، شمسي شهاب بله نجلۍ ده چې په انلاین توګه د دیني علومو زده‌کړه کوي.

هغه د بغلان ولایت اوسېدونکې ده او له یوه کال راهیسې د واټسپ په یوه ګروپ کې چې د قران‌کریم ژباړه او تفسیر په‌ کې تدریسېږي، زده‌کړه کوي.

هغې وویل: «یو کال کېږي چې د «قران‌کریم د تفسیر او ترجمې» په ګروپ کې مې ګډون کړی، د کاپیسا ولایت په البیروني پوهنتون کې ښوونکې صفا احدي موږ ته د قران‌کریم ترجمه او تفسیر په انلاین ډول را زده کوي او ډېر ښه تدریس کوي.»

د شمسي په وینا، تر اوسه یې د قران‌کریم د ۱۳ سپارو ترجمه او تفسیر زده کړي دي.

هغې زیاته کړه: «له دې امله چې زموږ ښوونکې یوه لایقه استاده ده او موضوعات په ساده او روان ډول موږ ته تدریسوي، موږ دغه درسونه په ډېر ښه شکل زده کړي، تل او هره ورځ دغه درسونه په خپل ژوند کې عملي کوو.»

نوموړې له نورو ځوانانو وغوښتل چې له انټرنېټ څخه اغېزناکه او ګټوره استفاده وکړي.

د ټولنیزو شبکو له لارې د نقاشۍ زده کول

عظیمي سادات چې په کابل ښار کې یې په یوه نندارتون کې خپل د نقاشۍ اثار نندارې ته وړاندې کړي وویل، د بېکارۍ په وختونو کې یې په یوټیوب کې د نقاشۍ زده کولو ویډیوګانې لیدلې او د نقاشۍ څو اثار لري.

هغه چې د ښوونځي له دورې یې له نقاشۍ او رسامۍ سره لېوالتیا درلوده وايي: «ما به د نقاشۍ او رسامي ویډیوګانې په ټولنیزو پاڼو لکه فېسبوک، انسټاګرام … کې لیدلې هڅه مې کوله له هغو څخه سوژه او ایډیا ترلاسه کړم او له همدې لارې مې نقاشي زده کړه.»

هغې زیاته کړه: «ټولنیزې پاڼې ما ته د ښوونکي په څېر دي… دا په خپله کس پورې اړه لري چې څه ډول له ټولنیزو پاڼو استفاده کوي، مثبته که منفي.»

هغه چې له نورو نجونو غواړي، له  شته اسانتیاوو مثبته استفاده وکړي، وايي: «په ژوند کې د ناممکن په نوم هيڅ هم شتون نه لري، څه چې وغواړې او اراده یې ولري، ورته رسېدلی شې او پرمختګ په‌کې کوې.»

کارپوهان: انلاین پروګرامونو افغانستان کې خلکو ته د روزنې او اقتصادي ودې لپاره نوې لار پرانیستې

د ښوونیزو چارو پوه محبوب‌الله موحد وايي، ۲۱مه پېړۍ د تکنالوجۍ او تمدن پېړۍ ده او په افغانستان کې انلاین پروګرامونو د خلکو، په ځانګړې توګه ښځو لپاره د زده کړو، مهارتونو زده کولو او اقتصادي ودې لپاره نوې لار پرانیستې ده.

هغه زیاته کړه: «په دغه پېړۍ کې چې موږ ژوند کوو، د ټکنالوجۍ پېړۍ ده، د پرمختګ پېړۍ ده، د تمدن پېړۍ ده او هغه پېړۍ ده چې خلک له تکنالوجي سره سروکار لري او لومړۍ خبره تکنالوجي کوي.»

نوموړی فېسبوک، انسټاګرام، یوټیوب، واټسپ او ټیلګرام کې ښوونیزو پروګرامونو ته په اشاره وايي: «په دې وروستیو کې زموږ په هېواد کې انلاین پروګرامونه په بېلابېلو ډولونو دي چې هم زموږ د ځوانانو په ښوونه او روزنه کې اغېزناک دي او هم ډېر شمېر خویندې او وروڼه په دغو پاڼو کې د زده‌کړو په حال کې دي.»

هغه زیاته کړه، داسې پروګرامونه ډېرې ګټې لري؛ لومړۍ دا چې زده‌کړو ته د لاسرسي لپاره اسانه لار برابروي او ډېر شمېر خلک کولای شي له دغو لارو خپل مهارتونه لوړ کړي او وده وکړي.

د هغه په باور، کورنۍ باید په دې هڅه کې و اوسې چې خپل اولادونه زده‌کړو ته وهڅوي او دغه‌راز هغوی تشویق کړي چې له ټولنیزو پاڼو مثبته ګټه واخلي.

دیني عالم: له انټرنېټه مثبته استفاده «حیاتي اړتیا» ده

یوه دیني عالم مولوي محمدحسن حقیار هم وویل چې انټرنېټ هم لکه د ژوند د نورو پدیدو په څېر هم مثبتې او هم منفي جنبې لري، خو له مثبتو اړخونو یې استفاده کول په ورځني ژوند کې یوه حیاتي اړتیا ده.

هغه زیاته کړه: «نن سبا په انټرنېټ کې زرګونه دیني کتابونه لکه قران‌کریم، تجوید، تفسیر او حدیث شته چې کولای شو ترې ګته واخلو.»

هغه له ټولو خلکو، په ځانګړې توګه له ځوانانو وغوښتل چې له انټرنېټ او شته امکاناتو مثبته استفاده وکړي او خپله پوهه ډېره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.