Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برازیل کې د سخت توپان له امله شپږ کسان مړه او ۷۵۰ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): برازیل کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه هېواد په «پارانا» ایالت کې د سخت توپان له امله شپږ کسان مړه او ۷۵۰ نور ټپيان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی، یاد توپان چې د جمعې په ماښام راغی، په ساعت کې د ۲۵۰ کیلومتر په سرعت بادونه یې درلودل او د «ریو بونیتو دو ایګواسو» ښار یې په نږدې یوه دقیقه کې شاوخوا ۹۰ سلنه ویجاړ کړ. دغه ښار شاوخوا ۱۴ زره وګړي لري.

په راپور کې راغلي، پنځه کسان په ریو بونیتو دو ایګواسو او یو بل کس په نږدې «ګواراپواوا» ښار کې  مړه شوي او شاوخوا ۷۵۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د پارانا ایالت والي کارلوس ماسا راتیهو جونیور درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړی او چارواکو خبرداری ورکړی چې د تلفاتو ډېرېدو احتمال شته؛ ځکه د پلټنې او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.