Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سوریې ولسمشر له ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په موخه واشنګټن ته ورسېد

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د سوریې ولسمشر احمد الشرع متحده ایالتونو ته رسېدلی او ټاکل شوې سبا د دغه هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

الجزیرې راپور ورکړی چې الشرع شنبه ماښام د امریکا متحده ایالتونو پلازمېنې واشنګټن ته رسېدلی او ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ له ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

دا په ۱۹۴۶ کال کې د سوریې له خپلواکۍ وروسته امریکا ته د دغه هېواد د یوه ولسمشر لومړنی رسمي سفر دی.

د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وو چې تمه کېږي الشرع د دغه سفر پر مهال هغه تړون چې له مخې یې سوریه د داعش پر ضد نړۍوال ایتلاف ته ورګډېږي، لاسلیک کړي.

سرچینې لیکلي چې واشنګټن په دمشق ښار کې د یوې پوځي اډې جوړولو تیاری نیسي څو هغه امنیتي تړون چې د سوریې او اسرائیلو ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب رامنځته شوی، پلی کړي.

د راپور د معلوماتو له مخې، الشرع غواړي د سوریې بیارغونې لپاره چې په ۱۳ کلنه کورنۍ جګړه کې ویجاړه شوې، مالي مرستې ترلاسه کړي.

نړۍوال بانک د سوریې د بیارغونې لګښت لږ تر لږه ۲۱۶ میلیارد ډالر اټکل کړی او دا یې یو «محافظه‌کارانه اټکل» بللی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.