کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): د چاپېریالساتنې ملي اداره وایي، افغانستان ته د اقلیمي بدلون په اړه د کاپ۳۰ غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې چې دغه کار د اقلیمي عدالت او نړۍوالې همکارۍ خلاف عمل دی او ملګري ملتونه تورنوي چې د اقلیمي بدلون برخه کې د افغانانو د حقونو په تامین کې نړۍوال اصول نه رعایتوي.
د افغانستان د چاپیریالساتنې ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي، ژوره اندېښنه څرګندوي او اعلانوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې له سختو زیانونو سره مخ دی، خو متاسفانه د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون (UNFCCC) له خوا د اقلیمي بدلون کنفرانس (COP-30) کې – چې په برازیل هېواد کې ترسره کېږي – رسمي بلنه نه ده ورکړل شوې.
خبرپاڼه کې راغلي، اقلیمي بدلون یوه نړۍواله پدیده ده چې سرحد نه پېژني او اغېزې یې هم تر یوې مشخصي سیمې او جغرافیې پورې محدودې نه وي، د اقلیمي بدلون د طبیعي عواملو ترڅنګ صنعتي او پرمختللي هېوادونه چې د شینکوریزو ګازونو د انتشار مسیر یې طی کړی او اقتصادي وده یې کړې، د اقلیمي بدلون اصلي عاملین بلل کېږي او تر ټولو زیات اغېز یې پر کمزورو او لږ پرمختللو هېوادونو لکه افغانستان باندې کړی دی.
سرچینې زیاته کړې: «افغانستان په نړۍ کې شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو زیات متأثره شوی دی، زموږ خلک له وچکالۍ، سیلابونو، د یخچالونو ویلي کېدو، ځمک ښوییدنې، د کرنیزو محصولاتو کمښت، د ژوند بڼو له منځه تلو او د اقلیمي بدلون له امله له جبري کډوالۍ سره مخ دي. سربېره پر دې وچ او نیمه وچ اقلیم، ځانګړې توپوګرافي، د طبیعي پېښو زیاتوالی، څلورلسیزې تپل شوي جګړې او د بیلابیلو وسلو او د کیمیاوي موادو استعمال هم زموږ چاپېریال ته سخته صدمه رسولې او د اقلیمې بدلون او طبیعي پیښو د رامنځته کېدو باعث شوی دی.»
د چاپېریالساتنې ملي ادارې ویلي، د ملي او نړۍوالو موسسو او اړوند نهادونو سره په همغږۍ، د افغانستان د پلاوي د ګډون لپاره د یوه همغږي میکانیزم د رامنځته کولو او د لار نقشې جوړولو برخه کې بشپړ چمتووالی درلود څو په دغه نړۍوال کنفرانس کې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان د خلکو د متاثره کېدو، د افغانانو چاپېریالي حقونو ته د پاملرنې او له نړۍوالو مالي مرستو د افغانانو د محرومیت غږ پورته کړي؛ خو د افغانستان خلکو ته په دغه کنفرانس کې د ګډون حق نه ورکول د اقلیمي عدالت، نړۍوالې همکارۍ او بشري پیوستون خلاف عمل دی.
خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان د اقلیم بدلون د نړۍوال کنوانسیون او د پاریس تړون د اهدافو په اړه خپلو تعهداتو ته ژمن دی خو په دغه کنفرانس کې د افغان پلاوي نه ګډون ښایې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون او د پاریس تړون سره د افغانستان د اهدافو او مکلفیتونو په تطبيق کې منفي اغېز ولري.
د چاپېریالساتنې ملي ادارې ویلي، افغانستان په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون د نړۍال مالي صندوق له ملاتړه پرته، د اړوند ادارو په همکارۍ د ملي مشارکت سند (NDC-02) جوړ کړی، د کیګالي تعدیلاتو طرحه یې تصویب کړې او د اقلیمي بدلون ملي ستراتیژي تکمیل شوې ده؛ همدارنګه د پاریس تړون پر اساس د افغانستان د درېیم ملي مشارکت سند (NDC-03) د تکمیلېدو پروسه روانه ده.
یادې ادارې له ملګرو ملتونو، نړۍوالې ټولنې او اړوندو بنسټونو غوښتنه کړې چې د افغانستان مشروع حقوق وپېژني او د دغه هېواد استازو ته په داسې نړۍوالو کنفرانسونو او غونډو کې د ګډون زمینه برابره کړي، څو د اقلیمي بدلون له امله د میلیونونو افغانانو غږ نړۍ ته ورسېږي.
سرچینه زیاتوي، په دې او دې ته ورته نړۍوالو ناستو او کنفرانسونو کې د افغان پلاوو نه دعوت دا ثابته کړه چې ملګري ملتونه د اقلیمي بدلون برخه کې د افغانانو د حقونو په تامین کې نړۍوال عدالت نه رعایتوي. افغانانو حق درلود چې په دې نړۍواله ناسته کې یې حضور لرلی او هلته یې د خپلو حقونو په اړه غږ پورته کړی وای.
د چاپېریالساتنې ملي ادارې لیکلي، افغانستان یو ځل بیا هم د اقلیمي عدالت، نړۍوالې همکارۍ او په دې برخه کې د نړۍوالو اصولو پر تامین ټینګار کوي او د اقلیمي بدلون پر وړاندې په نړۍوالو هڅو کې د فعاله ونډې اخیستو لپاره تیار دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP