Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي تدارکاتو کمېسیون د  ۳.۳ میلیارده افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې کړې

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي،ملي تدارکاتو کمېسیون د  ۳.۳ میلیارده افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې کړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه او دې غونډې ته ۱۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

خبرپاڼه کې راغلي، له هراړخیز بحث وروسته  د ۳ میلیارده او ۳۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت ۶ پروژې منظورې شوې او په ۶ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل، همدارنګه د څلورو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

سرچینې زیاته کړې، په همدې ډول یوه پروژه بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وسپارل شوه او د بلې پروژې په اړه بیا اړوندې ادارې ته هدایت وشو چې تدارکاتي پروسه یې له سره و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په منظور شوو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند، د پروانولایت د بګرام او کوه ساپي ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک، د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسول او همداراز په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي، منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.