Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«د پاکستان د اساسي قانون په ۲۴۳مه ماده کې وړاندیز شوي تعدیل سیاسي ناندرۍ راپورته کړې دي»

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د «دفاعي ځواکونو د رییس» د څوکۍ رامنځته کول او د ګډو ځواکونو د مشر د څوکۍ لرې کول د پاکستان د اساسي قانون د ۲۴۳مې مادې په وړاندیز شوي تعدیل کې شامل شوي؛ هغه اقدام چې د مخالفینو په خبره، ښايي د ځواک توازن نور هم د پوځ په ګټه بدل کړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت پرون (شنبه) د اساسي قانون ۲۷مې اصلاحي لایحې د تمې وړ مسوده مشرانو جرګې ته وړاندې کړه.

سرچینه لیکي چې دغه مسوده د هېواد عالي پوځي مشرتابه ته پراخ واکونه او امتیازات ورکوي چې د اساسي قانون له ملاتړ به برخمنه وي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۴۳مې مادې لپاره وړاندیز شوي مهم بدلونونه په لاندې ډول دي:

  • د پوځ رییس به د «دفاعي ځواکونو رییس» په توګه وپېژندل شي او د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو په سر کې به ځای ولري.
  • د مرکزي قوماندانۍ د رییسانو کمېټې (CJCSC) د ریاست څوکۍ به له منځه یووړل شي.
  • د «ملي ستراتیژیکي قوماندنۍ قوماندان» په نوم یو پوست به رامنځته شي.
  • ولسمشر به له لومړي وزیر سره په مشوره د پوځ، سمندري ځواکونو او هوايي ځواکونو مشران ټاکي.
  • د مادام‌العمر اساسي قانون ملاتړ به پنځه‌ستوريز افسرانو ته ورکړل شي.

ډان ورځپاڼې د «رامنځته‌کېدونکی توپان» تر سرلیک لاندې لیکلي چې حکومتي مسوولین او ځیني قانون‌جوړوونکي دغه یو نوی اقدام ګڼي‎ چې موخې یې د قوماندې د ميکانیزمونو عصري کول او په دې وروستیو میاشتو کې د ترسره شوو فوق‌العاده ارتقاوو رسمي کول دي.

خو سرچینه زیاتوي چې دغه وړاندیز په اسلام‌اباد کې د سیاسي جنجال څپه راپورته کړې ده، داسې چې مخالف ګوندونه او د مدني حقونو ډلې خبرداری وکوي چې دغه اقدام ښايي د ځواک توازن د پوځ په ګټه او د مدني بنسټونو پر زیان بدل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.