Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ووشو د غوراوي سیالۍ ترسره شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې تېره ورځ په دغه ولایت کې د ۱۱۰ لوبغاړو ترمنځ د ووشو د غوراوي سیالۍ ترسره شوې.

د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ووشو غوراوي سیالۍ په دوو (تالو او ساندا) برخو کې د غزني د مرکز، جاغوري او اندړو ولسوالیو د کلبونو ترمنځ ترسره شوې وې.

نوموړي زیاته کړه، دغه سیالۍ د اړوند فدراسیون له لوري، د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د یوې ورځې لپاره په دولتي جمنازیوم کې ترسره شوې.

د نوموړي په خبره، یادې سیالۍ په درېیو سني کټګوریو (تنکي ځوانان، ځوانان او لویان) کې وې چې په پایله کې یې ۷۰ ورزشکاران وتوانېدل د غزني غوره لوبډلې ته انتخاب شي.

د بلال مجاهد په وینا، په (تالو) برخه کې شپږ تنکي ځوانان، اته ځوانان او درې لویان او په (ساندا) برخه کې دوولس تنکي ځوانان، پنځلس ځوانان او ۲۷ لویان غوره شول.

هغه زیاته کړه، د هرې کټګورۍ درې غوره ورزشکارانو لومړی، دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

د کریم په نوم یوه لوبغاړي پژواک ته وویل: «خوښ یم چې د ووشو په نوم ورزش کې مې ګډون کړی او هیله لرم له دې لارې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې برخه واخلم.»

د یادونې ده، د سیالیو په پای کې د فدراسیون د استازو له لوري غوره ورزشکارانو ته جامونه، مډالونه او د قهرمانۍ سندونه هم ورکړل شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.