Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زونونو په کچه د معلولینو د کرکټ شل‌اوریزې سیالۍ؛ بُست لوبډلې اتلولي خپله کړه

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د بُست لوبډلې د زونونو په کچه د معلولینو د کرکټ څوارلسم پړاو شل‌اوریزو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بُست لوبډلې د زونونو په کچه د سوپر کولا جام نجیب‌الله تره‌کي د معلولینو  شل‌اوریزو سیالیو د ۱۴م پړاو د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ.

سرچینې لیکلي، د زونونو په کچه د سوپر کولا جام نجیب‌الله تره‌کي معلولینو شل‌اوریزو سیالیو ۱۴م پړاو د هېواد د پنځو زونونو بُست، مس عینک، سپین‌غر، امو او بندامیر لوبډلو ترمنځ په کندهار کې پیل شوې وې چې د دې لوبو پایلوبې ته مس عینک او بُست لوبډلو لار موندلې وه.

کرکټ بورډ زیاته کړې چې د یادو سیالیو په پای‌لوبه کې بُست لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو شل‌و اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې وکړې.

د مس عینک لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۰ منډې وکړې او د پنځو منډو په توپیر یې د بُست لوبډلې ته لوبه وبایله.

د یادونې ده، د مس عینک لوبډلې لوبډلمشر جمیل شاه د یادو سیالیو د غوره لوبغاړي او د دې لوبډلې بل لوبغاړی فرید بیا د دغو سیالیو د ځوان لوبغاړي په توګه ونومول شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.