کندهار (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۴): د کندهار ولایت مقام وایي چې دغه ولایت ته د نیوزیلنډ هېواد یوه ورغلي سیلاني د اسلام مبارک دین قبول کړ.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول مولوي محمود عزام نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د خرقې مطهرې ریاست مسوولینو په هڅو د نیوزلنډ دغه اوسېدونکی چې کندهار ته په سیاحت ورغلی و، د اسلام پر دین مشرف شوی دی.
د هغه په وینا، د ډیویډ په نوم دغه ۶۳ کلن سیلاني د خرقې مطهرې د زیارت کولو پر مهال د اسلام دین منلی او تازه نوم ورته «محمد داوود» غوره شوی دی.
د عزام د معلوماتو له مخې، دغه کس چې اسلام یې قبول کړی، مخکې د عیسویت دین پیرو و.
دا په داسې حال کې ده چې د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په مارچ میاشت کې هم د انګلیستان یوه اوسېدونکي په کندهار کې د سیاحت پر مهال اسلام قبول کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP