کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۴): افغان چارواکي وایي، اوس افغانستان ته د چابهار بندر له ستر ظرفیته د ګټې اخیستنې له لارې د صادراتو د ودې، ترانزیټي اسانتیاوو او له دې لارې پر یوه ترانزيټي هېواد د بدلېدو زمینه برابره شوې ده.
دغهراز، د کابل د وچې مېوې د صادروونکو ټولنې مسوولین وایي چې دا مهال یې د یاد بندر له لارې صادرات روان دي او هند ته له دې لارې په صادراتو کې هيڅ ستونزه نشته.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر رییس محمدالله بختیار نن په کابل کې د ترانزیټي مسیر په توګه د چابهار بندر په اړه په جوړه شوې ناسته کې وویل چې د یاد وزارت له نظره د ایران د ترانزيټي لارو، په ځانګړې توګه د چابهار له ازادې اقتصادي سيمې ګټه اخيستنه ستراتيژيک اهمیت لري او د دغه بندر ازادو سمندرونو ته د افغانستان د وصلېدو زمينه برابروي.
هغه زیاته کړه: «په تېرو کلونو کې یو شمېر غیراقتصادي محدودیتونه او حساسیتونه د دې لامل شول چې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزيټي نوښتونو پرمختګ له ستونزو سره مخ کړي، خو اوس زموږ لپاره نوې موقع برابره شوې چې د چابهار بندر او ازادې سيمې له ستر ظرفیته د صادراتو د ودې، ترانزيټ د اسانتیا او د یوه ترانزيټي هېواد په توګه د افغانستان د بدلېدو لپاره کار ورنه واخلو.»
د نوموړي په خبره، په چابهار بندر کې د شمتنۍ او عایداتو په اړه تر شلو کلونو پورې د سل سلنه مالياتي معافیت، تر یوې مياشتې ترانزيټي توکو ته د وړیا زېرمو ورکول، د ایران د نورو بندرونو په پرتله د کانټيرونو په تخیله کې ۳۳ سلنه او په بارولو کې یې ۷۷ سلنه تخفیف، د افغانستان صادرات او وارداتو ته ۵۰ سلنه تخفیف او له معدني موادو تر ۶۰ ورځو د مالیاتو نه اخیستل، هغه ځانګړې ګټې وبللې چې افغان سوداګرو ته په پام کې نیول شوې دي.
دغهراز، په نننۍ ناسته کې د یاد وزارت سلاکار محمدهاشم عمري وویل: «د چابهار بندر د فعالولو او ستونزو د حل لپاره د افغان او ایراني چارواکو او متخصصینو تر لسو ډېر سفرونه شوي او په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.»
ده هم وویل چې چابهار بندر د یوه ډاډمن مسیر په توګه د فارس خلیج ازادو اوبو ته د افغانستان د لاسرسي لپاره زمینه برابروي.
هغه وايي، چابهار نه یوازې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد او بیې په کموالي کې نقش لري، بلکې د هند، منځني ختیځ، شمالي او سوېلي اسيا، افریقا، اروپا او امریکا ته د افغانستان د صادراتو او وارداتو په ډېروالي کې مهم رول لري او د یوې مهمې ترانزيټي لارې په توګه عمل کوي.
د کابل د وچې مېوې د صادروونکو ټولنې مشر عبدالقاسم امرخېل په نننۍ ناسته کې وویل چې دا مهال د یاد بندر له لارې د افغانستان صادرات په ښه ډول روان دي او سوداګریز توکي چې پخوا به په دوو مياشتو کې تر هنده رسېدل، اوس په ۲۰ ورځو کې رسېږي.
دی وايي: «صادرات ښه روان دي، زموږ د اتحادیې، الحمدالله اوس ۱۵۰ کانټینره پر لاره دي، شاید په دوو هفتو کې ۲۰۰ کانټینرو ته ورسېږي، د چابهار لار یو له ښو فرصتونه ده، هند ته د صادراتو برخه کې هيڅ ستونزه نشته.»
د کابل د وچې مېوې د صادروونکو ټولنې غړي محمدعيسی خپلواک هم چابهار بندر د افغانستان لپاره مهم وباله او وړاندیز یې وکړ چې افغانستان باید د نړۍوالې کښتۍچلونې سازمان غړیتوب ترلاسه کړي، څو په دې برخه کې لا ډېر امکانات برابر شي، په چابهار کې دې یو ستر لوجستيکي مرکز فعال شي څو چارې په ښه ډول تنظيم شي او له ایران سره پر پوله په نیمروز ولایت کې دې د سوداګریزو توکو د سکن لپاره سکنر ولګول شي څو هلته له سوداګزیزو توکو سره د غیرمسلکي چلند مخه ونیول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP