Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوړو زده‌کړو وزیر له افغانستان سره د جاپان د مرستو پر دوام ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزیر د جاپان له نوي سفیر سره په لیدنه کې د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد مثبته تګلاره ستایلې او د جاپان سفیر ویلي چې هېواد به یې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه وزارت وزیر شیخ نداءمحمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له نوي سفیر ماساموتو کینیچي سره تعارفي لیدنه وکړه.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د لوړو زده‌کړو وزیر د جاپان نوي سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بیارغونې د بېلابېلو پروژو او د لوړو زده‌‌کړو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

شیخ ندیم په دې لیدنه کې د جاپان د پخواني سفیر تاکویوشي بریالی ماموریت ستایلی او د دغه هېواد له مثبتو تګلارو چې د افغانستان پر وړاندې  یې غوره کړې، خوښي څرګنده کړې او د همکاریو او مرستو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، د جاپان نوي سفیر په خپلو خبرو کې د هېواد په شمال کې د وروستۍ زلزلې له امله پر اوښتو تلفاتو خواشیني څرګنده کړې او ترڅنګ يې د جاپان د فعالیتونو او مرستو په اړه چې په افغانستان کې ترسره شوي، معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د هغو پرمختګونو او فعالیتونو په اړه چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ترسره شوي خوښي څرګنده کړې او د خپل هېواد د همکاریو او مرستو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.