Language

پنجشېر کې د ۱۰ ميګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت د یوه بند جوړولو تخنیکي سروې بشپړه شوه

پاراخ (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۴): د پنجشېر سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پریان ولسوالۍ کې د ۱۰ ميګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت د یوه بند جوړولو تخنیکي سروې بشپړه شوې او ټاکل شوې عملي چارې یې د ۲۰ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف‌الدین لټون پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پروژه د پریان ولسوالۍ په بام وردار سیمه کې پلې کېږي او پنجشېر، کاپیسا او پروان ولایتونو ته به برېښنا ورکړي.

هغه زیاته کړې چې د برېښنا د دغه بند جوړولو پروژه د «۷۷» په نوم د یوه ترکي خصوصي شرکت له لوري د ۲۰ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت پلې کېږي چې د چارو په پیلېدو سره به یې د پنجشېر سلګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه وايي چې د دې پروژې لپاره ټول اړین تجهیزات او پرزې پېرل شوي او د چارو پیل ته چمتو ده.

هغه وویل چې له دواب څخه د پنجشېر تر لومړۍ حصې ولسوالۍ پورې د مزي غځولو پروژه هم د ۵۶ میلیون افغانیو په لګښت د اسلامي امارت له لورې منظور شوې ده.

په همدې حال کې، مسوولین وايي چې د څلور ميګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت د ۷.۶ میلیون امریکايي ډالر په لګښت ګټې اخیستنې ته د «پارنده بازارک» د برېښنا پروژې سپارلو هڅې هم روانې دي.