Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د وطني تولیداتو درې‌ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کندهار (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۴): د کندهار سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د وطني تولیداتو لپاره د بازارموندنې په موخه د «انار» په نوم درې‌ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې د ښځو لاسي صنایع، خوراکي او غیـرخوراکي توکي، ساختماني وسایل، روغتیايي او کرنیز درمل، لبنیات او ګڼ شمېر نور کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

دغه نندارتون د سوداګرۍ وزارت په همکارۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د تنظیموونکو په وینا، موخه یې د وطني تولیداتو لپاره د بازار موندنه ده، څو خلک د بهرنیو توکو پر ځای له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.

د نندارتون د تنظیموونکي شرکت مسوول حمزه وهاج وویل، په دغه نندارتون کې د بېلابېلو تولیداتو لپاره ۱۵۰ غرفې جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ غواړو د وطني توکو د کارونې دود لا پیاوړی کړو؛ ځکه زموږ تولیدات ډېری وخت د بهرنیو په پرتله ښه کیفیت لري او بیې یې هم ټیټې دي، نو هیله لرو چې خپلو تولیداتو ته بازار ومومو.»

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې رییس سید سرور اماني هم وویل: «د مخکنیو نندارتونونو له تجربو څرګنده شوې چې د وطني تولیداتو بازار ښه شوی او د خلکو باور هم پرې زیات شوی دی؛ اوس خلک پر خپلو تولیداتو پوره اعتماد لري، همدا نندارتونونه دي چې زموږ کورني محصولات خلکو ته ورپېژني. اړتیا ده چې دغه بهیر لا وغځېږي څو زموږ صنعت پرمختګ وکړي.»

د کندهار د «شمس سید» تولیدي شرکت مرستیال حسام‌الدین عبیدي وویل، هر نندارتون پر کاروبار مثبت اغېز کړی او د مشتریانو شمېر یې زیات شوی دی.

هغه زیاته کړه: «نندارتونونه زموږ د تولیداتو لپاره تر ټولو غوره اعلان دی. زموږ غوښتنه دا ده چې دا ډول نندارتونونه زیات شي او مخکې له جوړېدو یې باید پراخ اعلان وشي، څو خلک پرې خبر شي.»

د غوړیو د یوه تولیدي شرکت مسوول محمدولي وویل، خپل کار یې له ۱۲ زره افغانیو پیل کړی او اوس یوه لویه فابریکه لري چې ګڼ کسان په‌کې په کار بوخت دي.

ده زیاته کړه: «همدا نندارتونونه او اعلانونه دي چې زموږ صنعت ته یې وده ورکړې. ما خپل کار له ډېرې لږې سرمايې څخه پیل کړی او د نندارتونونو په برکت زموږ کاروبار مخته ولاړ.»

په کندهار کې ورته نندارتونونه عموماً په کال کې یو ځل جوړېږي، خو صنعتکاران وایي چې دا باید زیات شي او د یوه دایمي نندارتون لپاره ځانګړی ځای وټاکل شي، څو د کندهار ټول تولیدات او محصولات تل هلته نندارې ته اېښي وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.