Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فیلیپین کې د توپان له امله دوه کسان مړه او څه باندې یو میلیون خلک بې‌ځایه شوي

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په فیلیپین کې د توپان له امله دوه کسان مړه او څه باندې یو میلیون خلک بې‌ځایه شوي دي.

«ګارډین» ورځپاڼې د فیلیپین د چارواکو له قوله لیکلي، دغه توپان د ناڅاپي سېلابونو، د ځمکې ښویېدنې او سختو بادونو لامل هم شوی دی.

د فیلیپین د طبیعي پېښو پر وړاندې د غبرګون ملي ادارې ویلي چې لا هم زیربناوو او کورونو ته د اوښتو زیانونو د ارزونې په حال کې دي.

د راپور له مخې، تر اوسه د ۹۲ زره کورنیو د لنډمهالي استوګنې لپاره شاوخوا شپږ زره د تخلیې مرکزونه پرانیستل شوي دي.

د راپورونو له مخې، تر نن سهاره (دوشنبه) لږ تر لږه د دوو کسانو مړینه تایید شوې ده.

چارواکو رسنیو ته ویلي: «زموږ کارکوونکو ۱۴ هغه کسان چې د یوه کور د بام تر شا په یوه ټیټ ځای کې په سېلاب کې بند پاتې وو، وژغورل. یو پلار هم په وارخطایئ اړیکه ونیوله او ویې ویل چې د کور چت یې د باد له امله د نړېدو په حال کې دی؛ موږ هغه او د هغه څلور د کور نور غړي هم وژغورل.»

ورته مهال، د فیلیپین ولسمشر فردیناند مارکوس جونیور د طوفان له پراخو ویجاړیو وروسته بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د یادونې ده، د دغه توپان شدت نن سهار د فیلیپین له تر ټولو لویې جزیرې څخه، چېرته چې پلازمېنه هم موقعیت لري، د تېرېدو پر مهال کمزوری شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.