Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: د مالي سرچینو پر محدودیت سربېره د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له معین سره په لیدنه کې ویلي، سره له دې چې مالي سرچینې محدودې شوې خو بیا هم ملګري ملتونه له اسلامي امارت سره د افغانانو د ملاتړ او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري برخو کې ګډ کار ته ژمن دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال دکتور محمدنعیم په افغانستان کې د بشري همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستيال  اندریکا رټواټه سره کتلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د جبري راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې دکتور محمدنعیم ویلي، اسلامي امارت د ټولو هغو بنسټونو ملاتړ ته ژمن دی چې چارې یې د افغانانو په خیر وي.

هغه له ملګرو ملتونو غوښتي چې له افغان حکومت سره په ګډه د جبري راستنېدونکو کډوالو د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دغه‌راز، نوموړي ټینګار کړی چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پر مهال روان ناوړه چلند د ټولو بشري اسلامي او ګاونډيتوب د ارزښتونو خلاف دی او نړۍواله ټولنه باید په دې اړه خپل غږ پورته کړي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د افغانستان د عمومي امنیت له ټینګښت او لرو پرتو سیمو ته د خدمتونو د رسېدو له امله خوښي ښودلې ده.

نوموړي ویلي، سربېره پر دې چې مالي سرچینې محدودې شوې دي، خو بيا هم ملګري ملتونه د افغانانو د ملاتړ او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري برخه کې له اسلامي امارت سره ګډ کار ته ژمن دي او دوام ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.