Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تورخم لارې د تړل کېدو له امله ۴۵ میلیون ډالر زیان اوښتی

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د تورخم لارې تړل کېدو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې ټولټال له ۴۵ میلیون ډالرو ډېر تاوان او په صادراتو او وارداتو کې ۱۶،۵ میلیارده کلدارې زیان رامنځته شوی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه زیانونه په تېره یوه میاشت کې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یادې ورځپاڼې نن لومړی لیکلي و چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې ټولټال له ۴،۵ میلیارد ډالرو ډېر تاوان اوښتی خو وروسته یې ولیکل چې دوی لیکنه کې سهوه شوي او دغه زیان ۴۵ میلیون ډالره دی.

د تورخم لار پاکستان د تېرې تلې میاشتې په ۲۰مه وروسته له هغه وتړله چې د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه یې بریدونه وکړل، د افغانستان هوایي حریم یې نقض کړ او وروسته افغان ځواکونو پرې غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړل.

ډان ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله لیکلي چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د سوداګرۍ پر وړاندې د پاکستان د سختو تګلارو له امله پاکستان د افغانستان د بازار شاوخوا ۶۵ سلنه برخه له لاسه ورکړې او ځای یې ایران، د منځنۍ اسیا ځينو هېوادونو، ترکیې او هندوستان نیولی دی.

دغه‌راز سرچینو زیاته کړې چې د پاکستان او افغانستان ډېرو سترو صادروونکو او واردوونکو پانګه‌والو د پاکستان له خوا د تورخم د پرله‌پسې تړل کېدو او ناوړه سوداګریز چاپېریال له امله، له دې لارې خپلې پانګې کمې کړې او د پاتې کوچنيو سوداګرو باور هم سخت زيانمن شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.