کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۴): د متحده ایالتونو د سنا مجلس د فدرالي حکومت د اوږدې رخصتۍ د پای ته رسېدو په موخه د بودجې طرحه تصویب کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا سنا مجلس دا طرحه پرون ماښام (د دوشنبې په ورځ) د ۶۰ موافقو او ۴۰ مخالفو رایو په پایله کې تصویب کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې د دغه هېواد د تاریخ تر ټولو اوږدې دولتي رخصتۍ ته د پای ټکی اېښودای شي.
د دې مصوبې له مخې، د حکومت بودجه به د جنورۍ تر پایه تامین شي.
راپور کې راغلي، نږدې ټول جمهوريغوښتونکي سناتوران له دې طرحې سره موافق وو او اته ډیموکرات سناتورانو هم له خپل ګونده په بلېدو دې طرحې ته مثبتې رایې ورکړې.
د راپور له مخې، اوس باید د استازو مجلس هم دا طرحه تصویب کړي څو وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مېزه ورسېږي او نوموړی یې پر قانون بدل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د دې لایحې لاسلیک ته چمتو دی.
یاده دې وي چې دا هوکړه د تېرې اونۍ په پای کې د جمهوريغوښتونکو او یو شمېر دموکراتانو ترمنځ د فشرده خبرو اترو وروسته شوې څو فدرالي کارکوونکي بېرته خپلو دندو ته ستانه او اړین خدمات له سره پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP