Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ټيلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا په اړه خپله ژمنتیا بیاځلې تایید کړې او هوکړه یې کړې چې فعالې سیاسي خبرې اترې دې دوامداره وي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل قزاقستاني سیال یرمیک کوشربایوف سره په یوه ټيلېفوني اړیکه کې خبرې اترې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د قزاقستان او افغانستان د همکاریو د دوام پراختیا په اړه خپله ژمنه بیا تایید او هوکړه یې وکړه چې فعالو سیاسي خبرو اترو ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړه خواوو د دوه او څو اړخیزو همکاریو کلیدي اړخونو په اړه خبرې وکړي او د دوستانه او ګټورو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې خپل متقابل چمتووالی تاييد کړ.

یرمیک کوشربایوف په یادو خبرو اترو کې د وروستۍ ویجاړوونکې زلزلې په اړه د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او په نږدې راتلونکي کې یې کابل ته د قزاقستان د یوه پلاوي له لېږلو خبر ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په یاد پلاوي کې به روغتیايي متخصصین هم شامل او دغه‌راز درمل او د اړتیا وړ توکي به هم ورسره وي.

ورته مهال، امیرخان متقي له قزاقستان څخه د ملاتړ او د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته له دوامدارې پاملرنې ستاینه کړې او ویلي یې دي، د قزاقستان د بشري مرستو دوه محمولې چې په ټوله کې یې وزن ۳.۷ زره ټنه و، د کال په لومړیو میاشتو کې افغانستان ته سپارل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.