کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۴): د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ویلي چې نړۍ ته د اسلامي امارت حقیقت او واقعیت څرګند شوی او دا پیغام ورته رسېدلی چې اسلامي امارت یو سولهغوښتونکی نظام دی او د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د ټولې سیمې او نړۍ لپاره ثبات او سوکالي غواړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه وزارت وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د وزارت په مقام کې، په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سهیل شاهین سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیني او فرهنګي همکاریو د رامنځته کولو او پراختیا په موخه کتلي او د ګډو همکاریو پر مهمو لارو چارو یې خبرې هم کړې.
هغه ویلي:«جهادي مبارزې پر مهال په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر د افغانستان د فتحې لومړنی سیاسي سنګر و، کله چې د الهي نصرت او د مجاهدینو د مبارزو او قربانیو په نتیجه کې فتحه راغله؛ د قطر د سفارت له لارې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د مثبتو اړيکو يو نوی پړاو پيل شو او له نړۍ سره په بېلابېلو برخو کې ستر پرمختګونه ترسره شول.»
د حج او اوقافو وزیر زیاته کړې چې یاد سفارت د اسلامي امارت حقیقت او واقعیت نړۍ ته څرګند کړی او دا پیغام یې رسولی چې اسلامي امارت یو سولهغوښتونکی نظام دی چې د افغانستان، ګاونډیو هېوادونو، سیمې او ټولې نړۍ لپاره ثبات او سوکالي غواړي، همدارنګه سفارت توانېدلی چې د افغانستان په ښې استازولۍ سره د دښمنانو تبلیغاتي دسیسې شنډې کړي.
ثاقب همدارنګه د قطر هېواد نېک تعامل ته په اشارې سره ویلي:«د قطر هېواد له اسلامي امارت او د افغانستان له ملت سره د نېک تعامل ښه سابقه لري، د اشغال په دوران کې يې د اسلامي امارت دروازه نړۍ ته پرانیستې وه او د خپل هوښيار او ښه دريځ له امله یې د نړۍ لید د افغانستان اسلامي امارت په اړه مثبت لوري ته واړاوه.»
قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د قطر هېواد د اوقافو او اسلامي چارو وزارت (وزارة الأوقاف والشؤون الاسلامیة) لخوا د جوماتونو د جوړولو او د جګړې پر مهال د تخریب شوو جوماتونو د بیا رغونې، جوماتونو ته د فرشونو (جای نمازونو) د وېش، د دارالحفاظونو د اکمال، د مصاحفو (قرآن کریمونو) د اهداء او یو لړ نورو همکاریو په اړه د یاد وزارت د وزیر له ژمنې او وعدې څخه یادونه کړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP