Language

غزني کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۴): د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د ۱۳ میلیون افغانیو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ د جاغوري ولسوالۍ په علیاتو کلي کې د «علیاتو شغله ښوونځي» ته جوړه شوې ده.

د جاغوري ولسوالۍ د پوهنې امر مولوي بسم‌الله حمید په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه ودانۍ د سیمې خلکو په مالي ملاتړ په معیاري ډول رغول شوې،  ۲۳ درسي خونې، یو د غونډو تالار، یو کتابتون، کمپیوټرلب او لابراتوار لري.

نوموړي وویل له دې ودانۍ سره به شاوخوا ۶۰۰ زده‌کوونکو ته یو خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.

هغه د خلکو د همکارۍ ستاینه وکړه او دغه کار یې د پوهنې برخه کې یو ارزښتناک پرمختګ وباله.

هغه زیاته کړه: «دا ډول ګډو کارونو ته اړتیا ده، څو د تعلیم بهیر نور هم پیاوړی او پراخ شي، د سیمې ولس د پوهنې ارزښت درک کړی او دا ښوونځی یې یو ژوندی ثبوت دی.»

ورته مهال، د سیمې قومي مشران وايي چې له دې مخکې زده‌کوونکو په ازاده فضا کې او ځینو يې تر خېمو لاندې زده‌کړې کولې.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د یاد ولایت په مالستان، جاغوري، ناور، اندړو، قره‌باغ، ده‌یک، مقر او جغتو ولسوالیو کې خلکو په خپل شخصي لګښت ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او لویې لارې رغولي دي.

Related Topics