Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د یوه جادوګر بیاځلي نیول کېدل او لوګر کې د یوې جبري نکاح مخنیوی

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۴): د امر بالمعروف وزارت وايي، سمنګان کې یو کس چې مخکې یې د کوډګرۍ پرېښودو لپاره د لیکلې ژمنې ورکولو ترڅنګ پښېماني څرګنده کړې وه او رسمي توبه یې کړې وه، بیا پر دغه عمل نیول شوی او په لوګر کې د یوې جبري نکاح مخه نیول شوې ده.

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کره ولسي راپورونو او د سمنګان ولایت د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست د هڅو له مخې، یو جادوګر د جادوګرۍ اړوند وسایلو او اسنادو سره نیول شوی دی.

د سمنګان د امر بالمعروف ریاست مسوولین وايي: «دغه جادوګر شاوخوا یو کال مخکې هم د اسلامي شریعت په خلاف عمل (جادوګرۍ) کولو په تور د دوی له خوا ونیول شوی و او د پښېمانۍ څرګندولو، په رسمي ډول توبه کولو او د دغه ناروا عمل پرېښودو لپاره د لیکلي ژمنې له وړاندې کولو وروسته خوشی شوی و؛ خو له بده مرغه هغه یو ځل بیا غیرشرعي کړنو او د خلکو تېر ایستلو ته مخه کړې ده.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه جادوګر چې د سواد (لیک او لوست) له نعمته بې‌برخې دی، ‎د خلکو له دیني باورونو په ناوړه استفادې سره د مسلمانان تېرباسي چې د لازمو پلټنو او څېړنو له ترسره کولو وروسته، یاد کس د جادوګرۍ د وسایلو او تجهیزاتو سره یوځای د سمنګان ولایت اړوندو عدلي ادارو ته ورسپارل شو.

د سمنګان امر بالمعروف ریاست د اسلامي شریعت د احکامو پر بشپړ پلي کولو د ټینګار ترڅنګ، د شریعت خلاف له پدیدو، د مسلمانانو دوکه کولو او نورو ناروان اعمالو سره مبازره د دغه ریاست له کاري لومړیتوبونو بولي.

بلخوا، د دغه وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې د لوګر ولایت د امر بالمعروف  ریاست له منکراتو سره د مبارزې او د ښځو د شرعي حقونو د تامین په برخه کې د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو پلي کولو په ترڅ کې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د یوې ځوانې نجلۍ د جبري واده مخه نیولې ده.

د دې ادارې چارواکو وویل چې د نجلۍ وروڼو، د هغې د خوښې پر خلاف، پریکړه کړې وه چې هغه له یوه سړي سره واده کړي. وروسته له هغه چې د کورنۍ غړو شکایت ثبت کړ، موضوع د دې ادارې د شکایتونو څانګې لخوا وڅېړل شوه، او دواړو خواوو ته سپارښتنه وشوه چې د ښځو مدني او اخلاقي حقونو ته درناوی وکړي، په ځانګړې توګه د واده په مسله کې.

سرچینه وايي، د څېړنو پایلو وښوده چې د امر بالمعروف ریاست په سپارښتنه او هڅو سره د دغه جبري واده مخنیوی وشو او قضیه د دواړو خواوو په بشپړ رضایت سره پای ته ورسېده.

د لوګر ولایت امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي چې جبري ودونه د الهي احکامو خلاف دي او کېدای شي د ناسم پوهاي، د کورنۍ کې د بې‌اتفاقۍ، رواني فشار او د اولادونو د غیرسالمې روزنې لامل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.