Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د تکواندو پنځه لوبغاړي سعودي عربستان ته ولاړل

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش ملي کمېټه وایي چې د  تکواندو د پنځو ملي لوبغاړو په ګډون یوه اته کسیزه ډله د اسلامي هېوادونو پیوستون شپږم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته ولاړه.

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش ملي کمېټې نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاده ډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته استول شوې ده.

یاد نهاد څرګنده کړې، ټاکل شوې چې دا ورزشکاران د روان میلادي کال د نومبر له ۱۴مې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له سیالانو سره سیالۍ ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.