Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د کونړ زلزله‌ځپلو ته د استوګنې ځای برابرولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه
ارشیف

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت مقام ولایت وایي چې د اسلامي امارت د مشر د حکم له مخې، د دغه ولایت په ګمبېري سیمه کې د کونړ ۲۵۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د استوګنې برابرولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه.

د ننګرهار د رسنیو دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د مشر د حکم له مخې، د ننګرهار والي حاجي ملا محمدنعيم اخند او د کرنې وزارت د اراضۍ عمومي ریيس مولوي محمود مظلوم چې د کونړ ولایت مرستیال مولوي قدرت الله ابو حمزه او تخنيکي ټيم يې ملتيا کوله، د دې ولايت په ګمبيري سيمه کې د کونړ ۲۵۰۰ زلزله‌ځپلو کورنيو د استوګنې لپاره ۱۰۰۰ جريبه ځمکه ځانګړې کړه.

د ننګرهار والي ویلي چې دغه ځمکه د اسلامي امارت  دمشر له حکم سره سم د کونړ ولایت زلزله‌ځپلو کورنيو لپاره وټاکل شوه چې د اړتيا په صورت کې به نوره ځمکه هم ورکړل شي.

نوموړي زياته کړې:«ټول د يو هېواد خلک يو، د امیرالمؤمنين حفظه الله شفقت دی او د اسلامي نظام پاليسي ده چې خپلو خلکو ته د هېواد په هرځای کې چې اړتيا وي امکانات برابر شي.»

د ننګرهار والي تخنيکي ټيم ته سپارښتنه وکړه چې د استوګنې په سيمه کې سړکونو، پارکونو، جوماتونو، ښوونځي، کلينيک او نورو اړتياوو ته بشپړه پاملرنه وکړي.

د کرنې وزارت د اراضۍ عمومي رئيس مولوي محمود مظلوم وويل چې د کونړ زلزله‌ځپلو کورنيو ته به د کډوالو د پالیسۍ له مخې ځمکه ووېشل شي.

 هغه زیاته کړه که تر دې ډيرې ځمکې ته هم اړتيا شي، نو په همدې سيمه کې به یې غم وخوړل شي.

نوموړي دغه‌راز وويل چې د کډوالو، ښارجوړونې او کرنې وزارتونو او نورې اړونده ادارې به په دې سيمه کې د نقشې د تطبيق چارې عملي کړي.

د کونړ ولایت مرستيال مولوي قدرت‌الله ابو حمزه د اسلامي امارت له رهبرۍ او ننګرهار والي څخه مننه وکړه چې د کونړ زلزله‌ځپلو کورنيو لپاره يې په ګمبيري کې د استوګنې لپاره امکانات برابر کړل.

نوموړي وويل چې د کونړ زرګونه کورنۍ په همدې ولایت کې ځای پر ځای کېږي او پاتې کورنۍ به د ننګرهار ګمبيري سيمه کې مېشتې شي. هغه د اړتيا په صورت کې د نورې ځمکې د ورکړې وړانديز وکړ چې د ننګرهار د والي له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.