Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې یو چک‌‌ډیم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

فیروزکوه (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): د غور د اوبو او انرژۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ کې یو چک‌ډیم چې د څه باندې دوه زره مترمکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور د ابو او انرژۍ ریاست مطبوعاتي مسوول رمضان فایز وايي چې یاد چک‌ډیم د تیورې ولسوالۍ په «انه» کلي کې د ۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د یاد چک‌ډیم د جوړېدو کار له پای ته رسېدو وروسته د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي ټیم له یو شمېر مسوولینو سره سیمې ته ولاړل او د ځايي خلکو په شتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، دغه چک‌ډیم د ۲۲۵۱ مترمکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري او ډېر شمېر کورنۍ ورڅخه برخمې شوې دي.»

بلخوا، یو شمېر ځايي اوسېدونکي د سطحي او ځمکې لاندې اوبو مدیریت لپاره د ورته پروژو پلې کېدل د ارزښت وړ بولي او پر ساتنې یې ټینګار کوي.

یو ځايي اوسېدونکی نوراحمد وايي: «موږ له داسې پروژو چې وکولای شي په اوسنیو شرایطو کې چې وچکالي ده، د باران اوبه او نورې اوبه مدیریت کړي، ستاینه کوو او له دولت غواړو چې د اوبو ذخیرې لا ډېرې جوړې کړي او موږ خلک یې هم د ساتلو په برخه کې کوښښ کوو.»

د ځايي اوسېدونکو په وینا، یاد چک‌ډیم په داسې حال کې جوړ شوی چې په وروستیو دوو کلونو کې اقلیمي بدلونونو د خلکو کښتونو ته د زیان رسولو سربېره د څښاک پاکو اوبو ته د هغوی لاسرسی هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.