Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي

میمنې ښار (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): په فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د «نمبر۱» لویې لارې په اوږدو کې د ترافیکې پېښې له امله څلور کسان مړه شوي دي.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول مولوي عبدالله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون (چهارشنبه) مازدیګر یو «ویټز» موټر د نمبر۱ لویې لارې په اوږدو کې د دولت‌ابا ولسوالۍ اړوند په «ځنګل» سیمه کې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی، په پایله کې د ویټز په موټر کې سپرو څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه چې یاد موټر له اندخوی څخه د میمنې ښار پر لور او باروړونکی موټر له میمنې اندخوی ته په حرکت کې و چې د ځنګل امنیتي پوستې ته نږدې یې له یو بل سره ټکر کړی دی.

نوموړي له ټولو موټرچلوونکو غوښتي څو ترافیکي مقررات په جدي ډول مراعات کړي او له حد ډېر سرعت څخه ډډه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.