کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند د نري رنځ ناروغۍ د تشخیص او درملنې برخه کې د نړۍوالې ټولنې د همکاریو پر دوام د ټینګار ترڅنګ وايي چې اوسمهال په ټول هېواد کې په درې زره او ۱۸۹ روغتیايي مرکزونو کې د دې ناروغي د تشخیص او درملنې خدمتونه په وړیا ډول وړاندې کېږي.
بلخوا، په افغان – جاپان روغتون کې د تنفسي او نري رنځ ناروغیو یو متخصص د نري رنځ ناروغي د درملنې وړ بولي او له خلکو غواړي چې د دې ناروغۍ د نښو نښانو په ليدو سره دې ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د نري رنځ ناروغۍ د مراجعینو شمېر د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوی دی.
هغه زیاته کړه: «په ۲۰۲۴ کال کې د نري رنځ ناروغۍ نږدې ۵۱ زره او ۴۱۹ پېښې ثبت شوې او اړوند ناروغان تر درملنې لاندې نیول شوي چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله شاوخوا ۳،۵ سلنه ډېروالی ښيي.»
هغه څرګنده کړه چې د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام په ملي کچه د دې ناروغۍ د کنټرول او د له منځه وړو مسوولیت پر غاړه لري او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر لوړېدل هم په ټول هېواد کې د نري رنځ د تشخیص او درملنې لپاره د پراخو اسانتیاوو برابرېدو له امله دي.
د هغه په وینا، د نري رنځ د تشخیص او درملنې خدمتونه په ټول هېواد کې په ۳۱۸۹ روغتیايي مرکزونو کې په وړیا ډول وړاندې کېږي او په کومو سیمو کې چې د تشخیص مرکزونه نشته، د ناروغانو د بلغم نمونې اخیستل کېږي او تر ټولو نږدې مرکز ته لېږدول کېږي څو د ناروغۍ له تشخیص وروسته د درملنې کېټونه هماغې سیمې ته ولېږل او ناروغانو ته د درملنې بشپړ ډوز وړاندې شي.
شرافت زمان زیاته کړه چې د تشخیص لړۍ د ښهوالي لپاره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د نري رنځ ناروغۍ د تشخیص ۱۳۸ دستګاوې (GeneXpert) شته چې د نري رنځ د کره تشخیص امکان برابروي.
سربېره پر دې، په اوو زونونو او پنځو نورو ولایتونو کې د مقاوم نري رنځ د درملنې مرکزونه هم فعال دي څو تخصصي خدمتونه وړاندې کړي.
هغه ټینګار کوي چې له ایډز، نري رنځ او ملاریا سره د مبارزې نړۍوال صندوق او نور نړۍوال بنسټونه د یادو پروګرامونو د فني او مالي ملاتړ برخه کې مهم رول لري او په افغانستان کې د نري رنځ د مخنیوي لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
یو متخصص: نری رنځ یوه ساري، ميکروبي او د درملنې وړ ناروغي ده
په افغان – جاپان روغتون کې د نري رنځ او تنفسي ناروغیو متخصص، ډاکټر اقبال حمیدي پژواک ته وویل چې نری رنځ یوه ساري، ميکروبي او مزمنه ناروغي ده چې د تنفس، ککړو خوړو، له ککړو وسایلو سره د مستقیمې اړیکې له لارې او ډېر کم له میندوارې مور جنین ته لېږدېدلی شي.
هغه تبه، د شپې خولې کېدل، بېاشتهايي، ډېره تبه او د وزن کمېدل د دې ناروغۍ له نښو بولي او وايي: «که نری رنځ په سږو کې وي، نو تنفسي ستونزې رامنځته کوي، د پېچش، قبضیت او شنډېدو لامل کېږي او که د ملا تیر ته وغځېږي نو کړوپېدو او ان د معلولېدو لامل ګرځي.»
ډاکټر حمیدي سپارښتنه وکړه چې پر دې ناروغۍ اخته کسان دې د ګڼېګوڼې ځایونو ته ورتلو ډډه وکړي او لږ تر لږه دې ماسک وکاروي څو د ناروغۍ خپرېدو مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړه چې د نري رنځ ناروغي د درملنې وړ ده او د درملنې موده یې د ناروغۍ په ډول پورې اړه لري؛ د سږو نري رنځ ناروغي درملنه شاوخوا شپږ میاشتې، د هډوکو نري رنځ یو کال او د مقاوم نری رنځ درملنه له ۱۸ تر ۲۴ میاشتو پورې وخت ته اړتیا لري.
نوموړي کورنیو ته په یوه پیغام کې وویل چې که د کورنۍ یو غړی له درېیو اونیو زیات ټوخی، په ځانګړې توګه ټوخی او بلغم ولري، نو باید نږدې کلینیک ته ورشي، څو ناروغي تشخیص شي او په چاپېریال کې د میکروب خپرېدو مخنیوی وشي.
ناروغان د افغان - جاپان روغتون له خدمتونو خوښ دي
د کندوز ولایت اوسېدونکي ۲۳ کلن جاوېد چې د کابل په افغان - جاپان روغتون کې بستر دی، پژواک ته وویل، دوه اونۍ کېږي دلته تر درملنې لاندې دی. هغه زیاته کړه چې په پیل کې یې له سږو اوبه خارجېدې او له معاینې وروسته ډاکټرانو ورته وویل چې پر نري رنځ اخته دی.
هغه وویل: «د ورانه څنګ ته مې یوه دانه پیدا شوې وه، کله چې په ولایت کې ډاکټر ته ورغلم، یوازې سیروم یې راکړ، وروسته پر لاره نه شوای تلای؛ خو اوس ښه شوی یم، ګرځېدلی شم، خوراک کولای شم، خبرې کولای شم او ورو ورو سپک سپک کارونه هم کولای شم.»
بلخوا، د پروان د غوربند ولسوالۍ اوسېدونکي ۷۵ کلن عبدالرحیم وویل چې درې اونۍ کېږي په دغه روغتون کې بستر دی او ډاکټرانو تشخیص کړی چې د نري رنځ پر ناروغۍ اخته شوی دی.
هغه زیاته کړه: «یوهنیمه میاشت مې زړهتنګي درلوده، څه شی مې سم نه شو خوړلای، خو روغتون ته له تلو وروسته مې د توبرګلوز معاینه وکړه، اوس تر درملنه لاندې یم.»
عبدالرحیم هم له کورنیو وغوښتل چې د ناروغۍ نښو نښانو ښکاره کېدو په صورت کې له ځنډ پرته ډاکټر ته مراجعه وکړي څو د ناروغۍ له سختېدو مخنیوی وشي.
یادو دواړو سرچینو په دغه روغتون کې له خدماتو خوښي وښوده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP