کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په کندهار ولایت کې د څه باندې ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت سل شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شنې خونې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له لوري د ۱۲ میلیونه او ۱۶۶ زره افغانیو په لګښت په کندهار ښار او ۱۲ ولسوالیو کې جوړې شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د دې پروژې چارې له یو کال راهیسې روانې وې او ګټه اخیستونکي یې بېوزلي او اړمن بزګران دي چې له دغو شنو خونو به د سبزیجاتو په تولید کې مستقیمه ګټه پورته کړي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، یادې شنې خونې د کندهار ښار ترڅنګ په دامان، تختهپل، ارغستان، سپینبولدک، پنجوايي، ارغنداب، معروف، ژېړۍ، خاکرېز، لوړ شاولیکوټ او کښته شاولیکوټ ولسوالیو کې جوړې شوې دي.
سرچينې زیاته کړې، هره شنه خونه د اوبو یوه لویه زېرمه، لمریزه برېښنا، د اوبو ماشین او د اوبو د منظم مدیریت سیسټم لري چې د کرنیزو فعالیتونو د اسانتیا او دوام لامل ګرځي.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه پروژه د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کېدو، د معیشت بدیل برابرولو، د میکانیزه کرنې د پراختیا او د لرو پرتو سیمو بزګرانو ته د کار زمینې پیدا کولو په موخه پلې شوې ده.
یاد وزارت لیکلي، د کندهار په کچه د ۳۵ نورو شنو خونو جوړولو چارې هم ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي، چې تمه ده په نږدې راتلونکو ورځو کې بشپړې او مستحقو بزګرانو ته وسپارل شي.
د کرنې وزارت ویلي، د دغو شنو خونو له لارې به د کندهار بزګران نه یوازې د ژمي په موسم کې د سبزیجاتو له کمښت سره مخ نه شي، بلکې د خپلو کرنیزو عوایدو لوړولو ترڅنګ به د کوکنارو له کښته هم مخ واړوي چې دا به د کرنې د پایدار پرمختګ پر لور یو مهم ګام وي.
د شنو خونو جوړول په وروستیو کلونو کې د کرنې د عصري کېدو او د ژمي د فصل لپاره د سبزیجاتو د دوامدار تولید مهمه برخه بلل کېږي. د شنو خونو له لارې بزګران کولای شي د موسم له محدودیت پرته سابه لکه روميان، بادرنګ، مرچک او نور کرنیز محصولات تولید او بازار ته عرضه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP