Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پنجشېر د پارندې د برېښنا تولید فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): د پنجشېر د پارندې د برېښنا تولید فابریکه – چې د څلور میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او تر ډېره د دغه ولایت د اوسېدونکو د برېښنا ستونزه هواروي – نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې چې د پنجشېر په مرکز کې جوړ شوي وو، وویل چې افغانستان د کونړ له سینده نیولې د هلمند او فراه تر لمریزو دښتو او د هرات او نیمروز له سختو بادونو تر نورو سیمو، د برېښنا د تولید لپاره بې‌شمېره سرچینې لري.

هغه زیاته کړه چې د برېښنا برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدل د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي او په دې برخه کې اساسي هڅې روانې دي.

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال په وینا، د برېښنا برخه کې ځان بسیاینې ته په رسېدو سره، افغانستان به د بې‌کیفیته توکو واردولو پر ځای باکیفیته توکي بهر ته صادر کړي او هېواد ته به د پانګې راتلو دروازې پرانیستل شي.

ملا عبدالغني برادر اخند له ټولو سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل څو په افغانستان کې د صنعت، په ځانګړې توګه د برېښنا د تولید برخه کې پانګونې وکړي.

هغه ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به سوداګرو او پانګه‌والو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت د معلوماتو پر بنسټ، د پنجشېر د پارندې برېښنا د تولید فابریکه به څلور میګاواټ برېښنا تولیدوي چې تر ډېره به د دغه ولایت د اوسېدونکو د برېښنا ستونزه حل کړي.

چارواکي وایي چې د پارندې د بند کار په ۲۰۱۳ میلادي کال کې پیل شو، خو تېر حکومت یې چارې بشپړې نه شو کړای او اسلامي امارت دغه پروژه د کورنیو سرچینو پر مټ بشپړه کړه. د هغوی د معلوماتو له مخې، پر دغې پروژې نږدې اته میلیون ډالره لګښت راغلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.