Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو د حل کمېټې لومړۍ غونډه وکړه

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل کمېټې لومړۍ غونډه وشوه او ګډونوالو یې د موسسو د فعالیتونو د تنظیم او انسجام د شته طرزالعمل پر بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه وشوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې په سکټوري وزارتونو او ادارو کې د تفاهم‌لیکونو لاسلیک پروسې د اوسني وضعیت او د ځنډ د لاملونو او حل‌لارو په اړه هر اړخیز بحث وشو او د غونډې ګډونوالو د موسساتو د فعالیتونو د تنظیم او انسجام د شته طرزالعمل پر بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړ.

د یادې غونډې ګډونوالو ویلي، په دې سره به اوسنۍ ستونزې حل او پروژې او پروګرامونه به د هېوادوالو له اړتیاوو سره سم پلي شي.

اقتصادي معاونیت لیکلي، پر یادو موضوعاتو له هر اړخیز بحث وروسته تصمیم ونیول شو چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت دې هر تفاهم‌لیک د موسساتو په طرزالعمل کې د درج شوو ۱۵ ورځو په جریان کې له سکټوري ادارو سره تعقیب کړي، څو ستونزه مشخصه او حل‌لاره ورته پیدا شي.

دغه‌راز، په غونډه کې پر دې هم هوکړه وشوه چې له سکټوري ادارو څخه دې لومړیتوبونه راټول او له تمویلوونکو او موسسو سره دې شریک شي.

درېیمه پرېکړه دا وشوه چې د موسسو لپاره چمتو شوی طرزالعمل دې ټول ذیدخل اړخونه په بشپړ ډول تطبیق کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.