Language

د ځمکو غصب د مخنیوي کمېسیون د رهبرۍ پلاوی لوګر ته تللی

پل‌علم (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): د عدلیې وزیر په مشرۍ د ځمکو غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ پلاوۍ لوګر ته تللی او د دغه ولایت له مسوولینو یې غوښتي چې له یاد کمېسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي.

په دې پلاوي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، د کور او ښار جوړولو وزیر، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین، د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال او د کمېسیون نور غړي هم شتون درلود.

یاد پلاوي د لوګر ولایت له سیمه‌ییزو مسوولینو او خلکو سره د امارتي ځمکو د استرداد او د فیصلو د تطبیق په اړه ناسته کړې ده.

د یاد کمېسیون د رهبرۍ پلاوي مشر او د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي په دې اړه جوړې شوې یوې ناستې ته وویل، د قانون له مخې کمېسیون یوازې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د استرداد مسؤولیت لري او د ځمکو د وېش واک یوازې د اسلامي امارت له رهبرۍ سره دی.

نوموړي د لوګر ولایت په سیمه‌ییزو چارواکو غږ وکړ چې د غصب شوو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو له کمېسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي.

بلخوا، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حقاني وویل، د هېواد قضایي سیستم شرعي دی او د محکمو فیصلې، په ځانګړي توګه د امارتي ځمکو په برخه کې، تطبیق کېږي.

له بلې خوا، د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي له کابل څخه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې ولایت مقام او سیمه‌ییزې ادارې به له کمېسیون او ولایتي تخنیکي پلاوي سره بشپړه همکاري وکړي.

ایوبي همدارنګه زیاته کړه، د لوګر ولایت اوسېدونکي په ځانګړي ډول قومي مشران هم  د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو له کمېسیون سره بشپړه همکاري لري.