کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشرتابه د ځانګړي حکم پر بنسټ د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اړوند په ګمبیري دښته کې د کونړ ۲ زره او ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې شوه.
یاده زلزله د روان کال د وږي په نهمه د شپې نږدې ۱۲ بجې په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزله وشوه چې ډېر زیانونه یې د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې واړول.
د حکومت له خوا د اعلان شوو شمېرو له مخې، د دې زلزلې له امله په کونړ کې ۲۲۰۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۳۶۴۰ نور ټپیان شول؛ په ننګرهار کې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۲۵۵ نور ټپیان شول او په لغمان کې هم ۸۰ کسان ټپیان شول. په دې زلزله کې د ۶۷۸۲ کورونو د نړېدو راپور ورکړل شوی دی.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي امارت مشرتابه د ځانګړي حکم پر بنسټ د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اړوند په ګمبیري دښته کې د کونړ ۲ زره او ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې شوه او ډېر ژر به د کونړ زلزله ځپلو کورنیو ته په دغه ځمکه کې د نومرو د وېش پیل شي.
د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې په یاده ځمکه کې د سړکونو، پارکونو، جوماتونو، ښوونځيو، کلینیک او نورو اړتیاوو ته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پژواک د روانې تلې میاشتې په څلورمه د شنونکو او زیانمنو کسانو د څرګندونو له مخې د یادې زلزلې د څرنګوالي په اړه راپور خپور کړ. د راپور له مخې، د کونړ زلزله ځکه ډېره مرګونې وه چې ژوروالی یې کم و، هلته ډېر کورونه د غرونو لمنو کې له ډبرو په غیرمعیاري ډول جوړ شوي وو، داسې مهال په ناڅاپي ډول وشوه چې نیمه شپه وه، خلک ویده وو او په ځینو سیمو کې د سړکونو نشتوالي د ژغورنې عملیات ټکني کړل. شنونکو او خلکو غوښتنه کړې وه چې زلزله ځپلو ته دې په معیاري ډول کورونه جوړ شي تر څو په راتلونکې کې بیا داسې ناورین رامنځته نه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP