کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۴): د بلخ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي چې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ یو ګډ هوکړهلیک لاسلیک شوی چې له مخې به یې د افغانستان کرنیز محصولات د هوا له لارې نړۍوالو بازارونو ته صادر شي.
د بلخ ولایت مقام پر خپله اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه هوکړهلیک د دغه ولایت د مقام په هڅو لاسلیک شوی دی.
دغه دفتر ویلي دي چې د افغانستان کرنیز محصولات لکه انار، انځیر، سبزیجات او نورې فصلي میوې به د اوزبیکستان د هوا له لارې منځنۍ اسیا، سویلي اسیا، اروپایي هېوادونو او اوزبیکستان بازارونو ته ولېږدول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برخه کې د سوداګرو له لوري عملي تړونونه هم لاسلیک شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، اوزبېکستان ته د غوښې د صادرولو لپاره له ډېری افغان سوداګرو سره هم تړونونه شوي دي او دغه لړۍ په عملي توګه پیل شوې ده.
د بلخ ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر څرګنده کړې چې هڅه کوي څو دا لاره د افغان سوداګرو لپاره په یو مناسب او اغېزناک مسیر بدله کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د افغانستان ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له صنعتګرو او سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای له بدیلو سوداګریزو لارو کار واخلي او که دا کار ونه کړي، نو د ستونزې رامنځته کېدو په صورت کې اسلامي امارت د دوی ستونزو ته رسېدنه نه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP