Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند په ګرشک کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه استنادي دیوالونه جوړېږي

لښکرګاه ‌‌(پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۴): د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له خطره خوندي شي.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وايي، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر ملا محمدیونس اخندزاده له‌خوا د ګرشک ولسوالۍ د کلا ګز، ښورکي او ادم خان کلیو په پنځو ساحو کې د استنادي دیوالونو د جوړولو د پروژې چارې پیل شوې.

د ریاض په وینا، د دغو دیوالونو ټولټال اوږدوالی ۳۲۳۶ متره دی چې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اسلامي امارت له بودجې جوړېږي.

نوموړی وویل، په دې  اړه جوړه شوې غونډه کي د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت  وزیر ملا محمدیونس اخندزاده، مل پلاوي، د هلمند ولایت والي مولوي امان‌الدین منصور او ګڼ شمېر نورو مسوولینو او قومي مشرانو برخه اخیستي وه.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر په خپلو خبرو کې ویلي چې اسلامي امارت ژمن دی چې د امنیت له تامین سره‌سره د پراختیا او بیارغونې برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي او په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې پراختیایي پروژې پلي کړي چې ورته اړتیا وي.

دغه‌راز، د هلمند والي مولوي امان‌الدین منصور د یاد وزارت له هڅو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په هره برخه کې لازمې همکارۍ ته چمتو دي.

د معلوماتو له مخې، د یادو استنادي دیوالونو د جوړولو پر مهال به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو وروسته به د دغو کلیو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او استوګنیز کورونه د هلمند سیند د اوبو د څپانده کېدو او سیلابونو له خطره خوندي شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.