Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو پر حل ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه وزارت وزیر سیدعباس عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره د ترکیې د هڅو ستاینه کړې او په سیمه کې یې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د خبرو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «سید عباس عراقچي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې د شوو هڅو د ستاینې ترڅنګ، په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د خبرو اترو پر اهمیت ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د ایران د مرستې ډاډ ورکړ.»

 د سرچینې په خبره، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم د سیمې سولې او ثبات دوام ته په اشارې سره، په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د ټولو هېوادونو د هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.