Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ؛ د موی‌تای یوه افغان ورزشکار د نقرې مډال وګاټه

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۴): د موی‌تای یوه افغان ورزشکار محمدیوسف جهانګیر د اسلامي هېوداونو پیوستون سیالیو کې خپل عربستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره د نقرې مډال وګاټه او ټاکل شوې چې د سرو زرو مډال ترلاسه کولو لپاره له خپل ترکي سیال سره مبارزه وکړي.

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ملي کمېټې پر اېکس‌پاڼه یوه پیغام کې ویلي چې جهانګیر پرون (پنج‌شنبه) په ۷۵ کیلوګرامه وزن کې د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د خپل سیال پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شو.

هغه د دې لوبې په ګټلو سره په یادو سیالیو کې د نقرې مډال وګاټه.

د یادونې ده چې دا د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو په تاریخ کې د لومړی ځل دی چې افغانستان د نقرې مډال ګټي.

جهانګیر په خپله لومړۍ سیالۍ کې خپل اندونیزیايي سیال ته ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې ده چې هغه نن (جمعه) د سرو زرو مډال ګټلو لپاره له خپل ترکي سیال سره د لوبې ډګر ته ووځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.