کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۴): د مویتای یوه افغان ورزشکار محمدیوسف جهانګیر د اسلامي هېوداونو پیوستون سیالیو کې خپل عربستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره د نقرې مډال وګاټه او ټاکل شوې چې د سرو زرو مډال ترلاسه کولو لپاره له خپل ترکي سیال سره مبارزه وکړي.
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ملي کمېټې پر اېکسپاڼه یوه پیغام کې ویلي چې جهانګیر پرون (پنجشنبه) په ۷۵ کیلوګرامه وزن کې د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د خپل سیال پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شو.
هغه د دې لوبې په ګټلو سره په یادو سیالیو کې د نقرې مډال وګاټه.
د یادونې ده چې دا د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو په تاریخ کې د لومړی ځل دی چې افغانستان د نقرې مډال ګټي.
جهانګیر په خپله لومړۍ سیالۍ کې خپل اندونیزیايي سیال ته ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې ده چې هغه نن (جمعه) د سرو زرو مډال ګټلو لپاره له خپل ترکي سیال سره د لوبې ډګر ته ووځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP