کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش ملي کمېټه وايي، د سنوکر او بیلیارد پنځه کسیزه لوبډله چې درې لوبغاړي، یو روزونکی او یو پلاوی پکې شامل دي، د سنوکر د اتلولۍ په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د عمان پلازمینې مسقط ته تللې ده.
د افغانستان د المپیک، بدنی روزنې او ورزش ملي کمېټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې ټاکل شوې د ۲۰۲۵ کال د سنوکر د اتلولۍ نړۍوالې سیالۍ په دوو انفرادي او ټیمي کټګوریو کې د افغانستان په ګډون د څه باندې ۳۰ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ په مسقط ښار کې د نومبر په ۱۵مه پیل او د دې میاشتې تر ۲۳مې پورې دوام وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان له لوري به محمدرییس هوتک، محمدمیر نورزی او محمدظریف افضلي د لوبغاړو، وحیدالله اصغري د روزونکي او ګلابالدین خپلواک به د پلاوي مشر په توکه په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP