Language

بادغیس کې د یوه ماین چاودنې له امله درېیو ماشومان ژوند له لاسه ورکړی

قلعه‌نو (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۴): د بادغیس امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین د چاودنې له امله درېیو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي وویل چې په وروستۍ پېښه کې پرون ماښام (د لړم ۲۲مه) ‎د بالامرغاب ولسوالۍ په «قروتوي» کلي کې د یوه ماین په چاودنه کې درېیو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه: «پرون ماښام درې ماشومان چې د خپلو کورونو په طرف روان وو، یو ماین چې له تېرو جګړو د بالامرغاب ولسوالۍ په قروتوي کلي کې پاتې شوی و، پرې چاودېدلی چې له امله یې درې‌واړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

د بادغیس امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ورته پیښو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د بالامرغاب ولسوالۍ په پنیرک کلي کې د یوه ماین د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.