Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: بشري موضوعات باید سیاست سره ونه تړل شي، خو په عمل کې دا کار کیږي

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزیر، په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، بشري موضوعات باید سیاست سره و نه تړل شي، خو متأسفانه چې په عمل کې دا کار کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیاله سرمنشي، روزمیري ان ډیکارلو، سره ټلیفوني خبرې وکړې.

یاد وزارت لیکلي، په دغو خبرو کې د زلزله ځپلو او راستیندونکو کډوالو سره د مرستو، د هیواد او سیمې په وضعیت، په بشري برخو کې د همکارۍ، په اقتصادي حالت، او د مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او د خصوصي سکتور په کاري ګروپونو بحث وشو.

متقي ویلي، که څه هم په تیر کال کې تر دوه مليونو زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي، خو بیا هم د ا.ا‌.ا په ښه توګه ددوی راستنېدل مدیریت کړل.

د ده په خبره، بشري موضوعات باید سیاست سره ونه تړل شي، خو متأسفانه چې په عمل کې دا کار کیږي.

د بهرنیو چارو وزیر ډاډ څرګند کړی چې په سیاسي، امنیتي، اداري او اقتصادي برخو کې افغانستان ښه روان دی، او د یوه هیواد په استثناء د سیمې او ګاونډ هېوادونو سره یې اړیکې غوړیدلي او د لا پرمختګ په حال کې دي.

هغه د ملګرو ملتونو د ادارو د کار او د دوو کاري ګروپونو (خصوصي سکتور حمایت او مخدره موادو ضد مبارزه) په تړاو ویلي چې د ا.ا.انړیوالو ادارو ته ښه زمینه سازي کړې او ټول هیواد ته یې ددوی لاسرسۍ ممکن کړي، البته په دې برخه کې د ملګرو ملتونو ادارو لخوا لاډیر عملي کار ته اړتیا ده.

ډیکارلو هم ویلي، راستنیدونکي کډوالو ته باید په مناسبه او انساني توګه د راتلو زمینه برابره شي.

نوموړې زیاته کړه چې دوی د زلزله ځپلو او راستانه شوي کډوالو سره د مرستو په موخه د مختلفو اړخونو سره په جدیت ښکیل دي، او د راستیندونکو کډوالو د ښه مدیریت او مخدره موادو پر ضد د کامیابې مبارزې له امله یې د ا.ا.ا ستاینه وکړه.

هغې  ډاډ ورکړی چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر له غړو هیوادونو او اړوندو لورو سره د افغانستان په لا ډیر سیاسي ښکیلتیا کې هم خپلې هڅې نه دي سپمولي.

په پای کې نوموړې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د کارکوونکو سره يې د ا.ا.ا د لا زیاتي همکارۍ غوښتنه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.