کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۴): یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت، امنیت او نورو مهمو چارواکو په ګډون د دغه هېواد لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې پلاوي د راتګ اساسي موخه د تاجکستان جمهوریت او افغانستان اسلامي امارت تر منځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا یاده شوې ده.
سرچینه زیاتوي: «تاجکستان چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت سره په مستقیم تعامل کې د مرکزي آسیا له نورو هیوادونو وروسته پاتې وو، داسې ښکاري چې غواړي په مستقیم ډول د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي اړیکو او اقتصادي تعامل ته بنیاد کېږدي. دا اقدام د تاجکستان له خوا د افغانستان له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو په تکل لوی پرمختګ بلل کېږي.»
سرچینه وايي چې یاد پلاوی به د اړیکو د «لویو بحثونو» ترڅنګ په دوشنبې کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت او نورو موضوعاتو په اړه هم بحثونه ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP