Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې چاودنې ۳۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر شرینګر ښار ته نږدې د ناوګام د پولیسو مرکز کې د ضبط شوو چاودېدونکو توکو چاودنې له امله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د هند اېن‌ډي‌ټي‌وي ټلوېزیون راپور ورکړی چې دغو کسانو ته هغه مهال مرګ‌ژوبله اوښتې چې د جمعې په ماښام د شرینګر ښار د پولیسو په یوه مرکز کې د مصادره شوو چاودېدونکو توکو زېرمتون چاودنه وکړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال وشوه چې د پولیسو مامورین او د عدلي او جنایي ټیم غړي د ضبط شوو چاودېدونکو توکو په څېړنه او لېږدولو بوخت وو.

راپور کې راغلي چې ډېری قربانیان د پولیسو مامورین او د عدلي او جنایي ټیم غړي دي چې د چاودېدونکو توکو په معاینه بوخت وو او د شرینګر ادارې دوه چارواکي هم په دې پېښه کې وژل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.