Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میدان‌وردګو – بامیان لویې لارې د ۲۵ کیلومتره برخې د بیارغونې چارې پیل شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۴): سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د ۵۷۰ میلیون افغانیو په لګښت د میدان‌وردګو – بامیان لویې لارې د ۲۵ کیلومتره برخې د بیارغونې چارې پيل شوې.

دغه سړک د میدان‌وردګو له مرکز میدان‌ښاره پیل د جلرېز تر ولسوالۍ پورې رسېږي چې ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري.

د میدان‌وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې یاده پروژه د ۵۷۰ میلیون افغانیو په مالي لګښت د ټولګټو چارو وزارت له لوري پیل شوې چې چارې یې د یوه ساختماني شرکت له لوري تطبیقېږي او ټاکل شوې په ۱۵ میاشتو کې بشپړه شي.

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح ویلي چې دغه سړک د مرکز میدان ښار او بامیان ولایتونو ترمنځ مهم سوداګریز سړک دی چې د اسلامي امارت د مشرتابه په هدایت به په اساسي او معیاري ډول ورغول شي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مشرتابه د هېواد پراختیا او رغونې ته ژمن دی او دا پروژه یې یوه بېلګه ده.

د جلرېز ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي صادق پژواک ته وویل: «موږ له کلونو راهیسې د دې لارې د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ وو، اوس به د دغه سړک په جوړېدو سره زموږ ډېرې ستونزې حل شي.»

دغه‌راز، یوه موټرچلوونکي وویل: «کله چې موږ په دې لاره ناروغان د کابل روغتونونو ته لېږدوو، ځیني یې د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.»

یاد دواړه کسان وایي، دغه سړک د تېرو جګړو پر مهال ډېر ویجاړ شوی او په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ وي.

د یادونې ده، د یاد سړک په جوړېدو سره به د سوداګریزو مالونو په انتقال او د خلکو په تګ راتګ کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.