Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

ايبک (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۴): د سمنګان امنیه قوماندانی وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د رباتک کوتل سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني ویلي چې دا پېښه نن (شنبه) له غرمې وروسته د یوه فلاینکوچ او پاسو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

رحماني زیاته کړه، په یاده پېښه کې دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې د سمنګان د امنیې قوماندانۍ د ترافیکي حادثات ټیم سیمې ته استول شوی او ټپیان یې د درملنې لپاره د بغلان ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.

بلخوا، د سمنګان د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت مسوولینو د دې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.