غزنيښار (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۴): د میدانوردګو د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې په دغه ولایت کې د څلورو ولایتونو د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د «میدان اتلان» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د میدانوردګو د بدني روزنې او ورزش امر ذبیحالله وهاج پژواک خبري اژانس ته وویل، د والیبال درې ورځنۍ سیالۍ چې د فدراسیون له لوري درې ورځې مخکې د میدانوردګو ولایت په کوربهتوب په مرکزي جمنازیوم کې د کابل، کاپیسا او بامیانو ولایتونو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.
هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ د ولایتونو په کچه د لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ، د والیبال ورزش ته د ودې ورکولو، د ورزشکارانو ترمنځ د ښو اړیکو جوړولو او د هغوی ترمنځ د تجربو شریکولو په موخه جوړې شوې وې.
د نوموړي په خبره، په پایلوبه کې د «میدان اتلانو» لوبډلې د «ذبیحالله محمدي» له لوبډلې سره ولوبېده، چې «میدان اتلان» وتوانېده سیالې لوبډلې ته ۳–۰ ماته ورکړي او بریا ترلاسه کړي.
د هغه په وینا، د سیالیو د پایلو له مخې، لومړي مقام ته لس زره افغانیو انعام او کپ او دويم مقام ته ۶ زره افغانۍ انعام او کپ هم ورکړل شول.
د یادو سیالیو یوه ګډونوال محمدامان پژواک ته وویل، خوښ دی چې د المپيک امریت له لوري په دغه ولایت کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ په بریالیتوب ترسره شوې.
دی زیاتوي، ورته سیالۍ کولای شي چې د ورزشکارانو تجربې پیاوړې کړي.
د یادونې ده، تېره میاشت هم د میدانوردګو د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د کابل، میدانوردګو او پروان ولایتونو په کچه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ جوړې شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP