Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ځوانانو د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان الف لوبډله نن د سریلانکا له سیالې لوبډلې سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د سریلانکا له الف لوبډلې سره ترسره کوي.

د ځوانانو شل‌اوریزې اسیا جام سیالۍ پرون د قطر په کوربه‌توب د افغانستان په ګډون د اتو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې به دوام ولري.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هېواد د کرکټ الف (افغان ابدالیان) او د سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ لوبه نن د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلور بجې ترسره کېږي.

افغان لوبډله د دغو سیالیو په الف ګروپ کې د سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ‌کانګ له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د یادونې ده، افغان ابدالیان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د نومبر په ۱۷مه د بنګله‌دېش له الف لوبډلې سره او وروستۍ ګروپي لوبه به د همدې میاشتې په ۱۹مه د هانګ‌کانګ پر وړاندې ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.