فېروزکوه (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د نږدې ۹ زره مترمکعب اوبو زېرمه کولو په ظرفیت د یوه چکډیم جوړو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شو.
د غور د اوبو او برېښنا ریاست مطبوعاتي مسوول رمضان فایز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پروژه د څه باندې درې میلیون افغانیو په لګښت د اوبو او برېښنا وزارت له پراختیايي بودجې د دغه ولایت د لعلوسرجنګل ولسوالۍ په «تمبر ممبرتو» کلي بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
هغه زیاته کړه: «د اوبو دغه کوچنی بند د ۸ زره او ۹۱۲ مترمکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او شاوخوا ۶۵۰ کورنیو ته یې په مستقیم ډول ګټه رسیږي.»
د لعلوسرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي هم د دې پروژې له جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې د دغه بند جوړېدل کولای شي د دوی ځینې ستونزې هوارې کړي.
څه موده مخکې د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ په «انه» کلي کې هم د دوه میلیون او ۴۳۵ زره او ۷۵۰ افغانیو په لګښت د یوه چکډیم جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP